د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

"WHO": افغانستان کې ۲۲ لکه کسان په ذهني او رواني ناروغیو اخته دي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې سلګونه زره کسان په ذهني او رواني ناروغیو اخته دي.

«WHO» په یوه بیان کې وايي، د دې ناروغیو د له‌منځه وړلو لپاره په افغانستان کې زیات کار او پانګونې ته اړتیا لیدل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، څه باندې ۲۲ لکه افغانان په ذهني ناروغیو اخته دي.

د «WHO» مخکېني اټکل دا شمېر دولس لکه ښودلی و.

«ډبلیو اېچ او-WHO» په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو، ویلي دي چې د افغانستان ۲،۲ دوه وګړي د ژور خپګان او اندېښنو په څېر په بېلابېلو رواني او ذهني ناروغیو اخته دي.

د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره وايي چې په رواني ناروغیو د اخته افغانانو دقیق شمېر نه‌دی معلوم او ۲۲ لکه یوازې د دوی اټکل دی.

په پروني بیان کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ریچارډ پیپير کورن «Richard Peeperkorn» له قوله ویل شوي چې ښايي د دې ناروغانو اصلي شمېر تر دې ډېر زیات وي.

په افغانستان کې چې د نېږدې څلور لسیزو جګړو ځپلی د فقر او بې‌وزلۍ له کبله روغتیايي اسانتیاوې او خدمات هم لږ دي، خو د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په دې وروستیو کې یې د رواني ناروغیو ۷۰۰ مشاورین او ۱۰۰ ډاکټران روزلي دي.

د جرمني خبري اژانس «ډي. پي. اې» د روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز له قوله لیکي چې وايي، له دې ډلې څخه ۳۰۰ کسان اوس‌مهال په دولتي روغتونونو کې په کار بوخت دي او د ناروغانو علاج کوي.

خو د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مشر په خپل بیان کې ویلي چې اوس‌مهال د رواني ناروغانو د علاج لپاره سمدستي اړتیا شته.

ریچارډ پیپیر کورن وايي، په افغانستان کې په دې برخه کې باید لازمه پانګونه وشي.

XS
SM
MD
LG