د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

اختریز پیغام؛ د طالبانو مشر د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب ادعا کړې


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

داسې مهال چې د طالبانو حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانانو له‌خوا د نجونو او ښځو د حقونو په پراخه نقض تورن دی، د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب ادعا کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ادعا کړې، چې د دوی له واکمنۍ وروسته د ټولو افغان ښځو حقونه خوندي شوي دي.

دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا، امنیت شورا، د بخښنې نړیوال سازمان، نړیوالې ټولنې او خپله یو شمېر افغانانو د طالبانو اوسنی رژیم د نجونو او ښځو د بشري حقونو په پراخه نقض تورن کړی دی.

د طالبانو د مشر اختریز پیغام چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا د ده په ټوېټر پاڼه خپور شوی، په‌کې د افغان مېرمنو ټول حقوق یوازې د نکاح او میراث پورې محدودی شوي او زیاتوي، د طالبانو له حاکمیت وروسته؛ د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات شوي دي.

خو په دې پیغام کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت په اړه هیڅ یادونه هم نه‌ده شوې، هغه حقوق چې د طالبانو مشر د خپلو فرمانونو له لارې له افغان نجونو او ښځو اخيستي دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه زده کوونکې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه زده کوونکې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

یو شمېر افغان نجونې او ښځې د خپلو حقونو په اړه د طالبانو د مشر دغه پیغام ته په غبرګونو سره وايي، د دوی حقونه ورنه اخیستل شوي او ورځ بلې ته پرې د ژوند کړۍ تنګېږي.

د ښځو د حقونو فعاله سونیکا ارین وايي: "د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازلې تړل شوي، ښځې د کار اجازه نه‌لري، ښځې د تفرېح اجازه نه‌لري، له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري، نو کوم حق دلته تامین دی. ترڅنګ یې وروستیو دوو کلونو په کم عمر کې د نجونو د ودونو ټول شاهدان یوو."

لیکواله او فعاله سومایا رامیش بیا طالبان په جنسي اپارټایډ تورنوي.

نوموړې وایي: "په حقیقت کې طالبانو نه یوازې دا چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې موږ نن سبا په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ او جنسیتي تبعیض سره مخ یوو. هغه تبعیض چې په کې ښځې له خپلو ټولو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو محرومې دي."

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د حدودو او قصاص په عملي کېدو هم خوښي ښودلې او زیاتوي، د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپېڅلی شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی دی.

طالبانو له خپلې بیاځلي واکمنۍ وروسته، په فراه او لغمان کې دوه تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې یو شمېر نور دیني عالمانو ازادي راډیو سره په خبرو کې، په طالبانو نیوکه کړې چې د حدودو او قصاص د عملي کېدو لپاره یې شرایط نه‌دي پوره کړي او په یو اړخیز ډول یې مجازاتو ورکولو ته مخه کړې ده.

په دې پیغام کې یو ځل بیا له ټولې نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د ښو او رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکو د جوړېدو غوښتنه هم شوې او په کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره د ښو اړیکو جوړېدو په برخه کې مکلفیت ادا کړی.

ملاهبت‌الله اخندزاده داسې مهال دا ادعا کوي، چې نړیواله ټولنه او ان د افغانستان ګاونډیان طالبان تورنوي چې د ټول‌شموله حکومت جوړېدو، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

هغه ټکي چې له نړۍ سره یې د طالبانو د اوسني رژیم د تعامل مخه نیولې، خو ملاهبت‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې خبرداری ورکړی چې په هېڅ بهانه او عنوان به نړیوالو ته په افغانستان کې د لاس‌وهنې او او لارښوونې اجازه ورنه کړي.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې افغانستان په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا او له بحران وتلی بللی، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو رسمي شمېرې ښېي چې ۲۸،۳ میلیونه افغانان وږي دي او ترڅنګ یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۱۰ سلنه نوره هم را کمه شوې ده.

د طالبانو مشر له سوداګرو او نورو پانګه‌والو په افغانستان کې د پانګه‌اچونې غوښتنه هم کړې.

په دې پیغام کې طالب چارواکو ته د حکومتولۍ په ټولو برخو کې د ښه چلند لارښوونه شوې، خو کله کله په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرېږي چې ښېي طالبان په صحرايي ډول افغانان محاکمه کوي او تر خوا یې ادارو ته د تلو پر مهال ور سره غیرانساني چلند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG