د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

طالبانو په دايکندي کې د تېر نظام د ښځينه پوليسو یوه امره نيولې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د دایکندي ولایت د امنیه قومندانۍ د جلب و جذب د امرې صبرو رضايي خپلوان وايي، د طالبانو استخبارانو صبرو او دوې خویندې یې شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې ونیولې.

رخشانه رضايي چې د صبرو د ماما لور ده ازادي راډیو ته وویل: "شپږ ورځې کېږي، د خپلو دو خویندو سره د طالبانو د محلي استخباراتو له‌خوا په دایکندي کې نیول شوي. دوه خویندې یې له ۲۴ ساعتونو وروسته د مشرانو په منځګړتوب خوشې شوې، خپله صبرو رضايي چې د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د عالي رتبه افسرانو له ډلې او جلب و جذب امره وه، لا هم په بند کې ده. د هغې د برخلیک په اړه تر اوسه کومه خبره نه‌شته. لکه څنګه چې طالبانو ویلي، له تېر یو کال راهیسې په صبرو پسې وو. کورنۍ ته یې هم د ملاقات اجازه نه‌ده ورکړې."

رخشانه رضايي وايي، کوم مشران چې د صبرو د خوشې کولو لپاره د طالبانو استخباراتو ته ورغلې وه، ورته ویل شوي چې صبرو په تېر نظام کې د کار کولو او د فحشا د خپرولو له امله نیول شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دايکندي د سيمه‌ييزو طالبانو او په ځانګړې ډول د دوی استخباراتو له رياست سره اړيکه ونيسي، خو بريالی نه‌شو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې په دې اړه به معلومات وکړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي، د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند او د طالبانو د استخباراتو وياند خليل همراز په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د صبرو رضايي یوه بله خپلوانه چې نه‌غواړي نوم او غږ یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، هم د صبرو نیول تایید کړې دي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله رقیه ساعي چې دا هم مخکې د طالبانو له‌خوا نیول شوې وه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د پخوانیو پوځیانو، مدني فعالانو، معترضو مېرمنو او د ښاریانو نیول او ځورول دوام لري. دا یوه ډېره د اندېښنې وړ خبره ده. تر څو به دوی خپل ظالمانه سیاست ته دوام ورکوي. اغلې صبرو رضايي د تېر جمهوري نظام له سرتېرو څخه وه، خو نوموړې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د بشر او ښځو ضد سیاست په وړاندې یې هېڅ ډول غبرګون نه‌دی ښودلی."

اغلې ساعي د مېرمن صبرو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې د افغان شاعر او انځورګر حسیب احراري خپلوانو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې نوموړی روانه میلادي میاشت کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

دغه شان د پوهنې د برخې فعال او د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا، د هرات د ښځینه زندان پخوانۍ رییسه عالیه عزیزي، د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي، خبریال مرتضی بهبودي او یو شمېر نور فعالان هم د طالبانو له‌خوا نیول شوي چې لا يې هم برخلیک معلوم نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG