د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

طالبانو په دایکندي کې د تېر نظام د پولیسو یوه امره له بنده خوشې کړې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په ړنګ شوي جمهوري نظام کې د دایکندي ولایت د امنیه قومندانۍ د جلب و جذب د امرې صبرو رضایي د ماما لور رخشانه رضایي وايي، صبرو رضايي د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، صبرو د پنجشنبې په ورځ د مشرانو په منځګړتوب خوشې شوې ده.

هفه وايي: "له څه مودې راهیسې د کورنیو چارو وزارت پخوانی لوړ رتبه افسره صبرو رضايي د طالبانو په بند کې وه، پرون د مشرانو په منځګړتوب او د خپلوانو په ضمانت خوشې شوه، خو نورې خبرې دې وي، نه غواړم دلته یې ووایم، ښایي ستونزې ورته پېښې شي، خو داسې هم نه ده چې د جسمي او روحي اړخه به یې زیان نه وي لیدلی او خبرې به نه وي ورته شوي."

صبرو رضایي په داسې حال کې د طالبانو له بنده خوشې شوه چې، لا هم یو شمېر فعالان د طالبانو په بند کې دي.

انځورګر او شاعر حسیب احراري یو له دغو کسانو دی.

د احراري خپلوانو ازادي راډیو ته وویل، که څه هم له بندي کېدو یې ۲۳ ورځې تېرېږي خو احوال ورنه نه لري او د لیدو اجازه هم نه ورکول کېږي.

د حسیب احراري یو نږدې خپله چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، له فرهنګي بنسټونو غواړي چې د احراري د خلاصېدو غوښتنه وکړي.

دې ازادي راډیو وویل: "د لیکوال او شاعر حسیبب احراري له نیولو ۱۹ ورځې وشوي، خو طالبانو لا هم د هغه د نیولو د څرنګوالي او ځای په اړه څه نه دي ویلي، ما ډېره هڅه وکړه، خو د هغه لیدلو ته بریالۍ نه شوم او د بندو دروازو شاته پاتې شوم، زه یې سلامتۍ ته ډېره اندېښمنه یم، د ګردو تکلیف یې درلوده او عملیات یې کړي وو، لا یې درمل کارول، احراري زموږ د کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی و."

د حسیب احراري خپلوانو ازادي راډيو ته ویلي، طالبان غواړي د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو او د فرهنګي او مدني شخصیتونو په ځپلو سره په افغاني ټولنه کې د پوهې نیم ژوندې ډېوې مړې کړي.

تر دې وړاندې قلم نړیوالې ټولنې هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له بند څخه د حسیب احراري او نورو فعالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

ومو غوښتل چې د صبرو رضايي د خوشې کېدو او د حسیب احراري د وضعیت په اړه چې لا هم په زندان کې دی د طالبانو حکومتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو د طالبانو د حکومت د ویاندویانو له لوري مو هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ.

د نيول شويو کسانو خپلوان په داسې حال کې د خپلو عزیزانو د برخليک په اړه اندېښنه څرګندوي چې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېره سه شنبه طالبانو ته په خپل نوي فرمان کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس له خوا خپور شوى، ويلي هيڅوک بايد د محکمې له حکم پرته محاکمه نه شي.

په ورته وخت کې د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا، په تېر جمهوري نظام کې د هرات د ښځو د زندان پخوانۍ مشره عالیه عزیزي، د پوهنتون استاد رسول پارسي، افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او يو شمېر نور فعالان چې دوی هم مخکې د طالبانو له خوا نيول شوي دي، تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG