د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

سرپل کې د لسګونه نجونو زده کوونکو مسمومېدل؛ طالبان: عاملان یې نیسو


په غزني کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو یو انځور. Ghazni, May 9, 2017
په غزني کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو یو انځور. Ghazni, May 9, 2017

د افغانستان په شمال کې د سرپل د دوو ښوونځیو لسګونه نجونې مسمومې شوي او روغتون ته انتقال شوې دي.

شپېته زده کوونکې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په کبود آب او ۲۰ تنه نورې هم د فیض اباد په ښوونځيو کې مسمومې شوي.

د دغو نجونو د مسمومېدو پېښې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عمیر سرپلي تایید کړې.

هغه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دښمنانو د مکتب ملازمین غافلګیره کړي او د ښوونځیو په ټولګیو کې یې کوم رقم مواد کارولي. ۶۰ زده کوونکې، یوه ښوونکې یو ملازم او د یوې شاګردې پلار مسموم شوي. همدارنګه په فیض اباد سیمه کې هم ۲۶ تنه مسموم شوي. ۲۰ تنه یې شاګردان، درې معلمانې، یو ملازم او څلور تنه هم د شاګردانو له کورنیو وو."

دغو نجونو ته د زړه بدوالی، نس ناستی او سا لنډۍ ستونزې پېښې شوي او روغتونونو ته رسول شوې دي.

د سرپل چارواکو ویلي چې تر دې پېښې وروسته یې د ښوونځیو د امنیت لپاره جدي تدابیر نیولي او د نجونو د مسمومیت د پېښو عاملانو به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

په افغانستان کې بیا د تعلیم ناورین تر دې پراخ دی ځکه له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو محرومي شوي.
په افغانستان کې بیا د تعلیم ناورین تر دې پراخ دی ځکه له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو محرومي شوي.

ښايي په افغانستان کې د نجونو د مسمومیت پېښې کمې وي، خو په ګاونډ ایران کې بیا زرګونه نجونې په تېرو پنځو میاشتو کې مسمومې شوي، حکومت وایي چې لا یې په عاملانو پسې ګرځي.

په افغانستان کې بیا د تعلیم ناورین تر دې پراخ دی ځکه له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو محرومي شوي.

طالب چارواکو څه باندې ۶۲۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي.

د نجونو پر زده کړو دغه بندیز د دې لامل شوی چې د وړو نجونو تعلیم هم چې ظاهراً اجازه ورکړل شوې ځینې وختونه له خنډ سره مخ وي چې ښايي د سرپل د مسمومیت دا پېښه یې یوه بېلګه وي.

په ننګرهار کې بیا هغه نجونې چې تازه له شپږم ټولګي اووم ته کامیابې شوي ژاړي، چې د طالبانو حکومت یې نور تعلیم ته نه پرېږدي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار د دې نجونو د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي: "څومره د شرم خبره ده چې له شپږم ټولګي فراغت د نجونو لپاره د ماتم یوه ورځ ده."

هیدربار ټینګار کړی چې د نجونو په وړاندې تبعیضي چلند باید پای ته ورسېږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له ښوونځیو محرومې کړې او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې د نجونو د پوهنتونو مخه هم ونیوله.

د نړیوالو او کورنیو فشارونو سره سره طالبانو لا د نجونو د تعلیم په برخه کې له خپلو سختدریځيو نه‌دي په شا شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG