د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د شبرغان د یوې لیسې۲۵۰نجونې زده کوونکې مسمومې شوي


د جوزجان د پوهنې چارواکي وایي، چې نن سهارد شبرغان ښار د نجونو د مصراباد لیسې ۲۵۰ زده کوونکې مسمومې شوې.

د دغه ولایت د پوهنې ریس عبدالحی یشین ازادۍ راډیو ته وویل، چې مسمومې شوې نجونې یې د جوزجان ولایتي روغتون ته لیږدولي او ځینې یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د یشین په خبره تراوسه معلومه نه ده چې د دغو زده کوونکو د مسمومیدو علت څه وو.
XS
SM
MD
LG