د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

حقمل: د زده کوونکو د مسمومېدو علت لا نه دی روښانه


د پوهنې وزارت وايي تر اوسه په افغانستان کې د زده کوونکو نجونو د مسمومېدو علت ورته نه دى معلوم شوى.

دغه وزارت وايي، په هرات او بدخشان کې يې د زده کوونکو نجونو او ښوونکو د مسموميت د وروستيو پېښو د څېړنې لپاره يو هيئت ټاکلى دى.

د هرات د نجونو په لېسه کې ٧٠ تنه زده کوونکې پرون او ١٦ نورې زده کوونکې ورسره څلور تنه ښوونکي د بدخشان په سراب لېسه کې د پنج شنبې په ورځ د نامعلوم دليل له مخې مسموم شول.

د پوهنې وزارت د نشراتو ریيس کبير حقمل ازادي راډيو ته وويل چې وزارت يې دا ځل غواړي د موظف شوي هيئت په مرسته دغه پېښې په جديت سره وڅېړي او علت معلوم کړي.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې، چې دقيقاً د مسمومېدو د وروستيو پېښو علت څه دى؛ په ټولګي کې د کوم ډول سپرې شيندل؛ زده کوونکو ته په خوړو کې کوم ډول مواد ورکول که بل څه؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG