د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د کابل د سلطان راضیې د لیسې یو شمېر نجونې مسمومې شوي


د کابل د سلطان راضیې د لیسې یو شمېر نجونې زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د دغه ښوونځي یوې ښوونکې ازادی راډیو ته وویل، چې د ښوونځي په درېیم پوړ کې زهرجن مواد شیندل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د دغو زده کوونکو مسمویدل مني او وایي، تر دې دمه ۲۰ تنه زده کوونکې نجونې روغتون ته انتقال شوي دي.

د سلطان راضېې لیسه د کابل د اوومې حوزې د چهلستون په سیمه کې موقعیت لري، یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي وایي، د چهارشنبې په ورځ سهار د ښوونځي درېیم پوړ ته په رسیدو سره یې بد بوي احساس کړ او تر هغې وروسته مسمومې شوي، چې روغتیایې کارکوونکو روغتون ته منتقلې کړې.

یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي د دې پیښې په اړه وایې:

"ناڅاپه یو بوی احساس شو، د دویم ساعت پیل وه په دهلیزونو کې زده کوونکي بې حاله شوې وې.

په درېیم پوړکې مسموم کوونکې مواد پاشل شوي وو، چې د باروتو بوي یې درلوده، ډيری زده کوونکي ضعف وې ټولې زده کوونکې يې روغتون لیږدول شوي دي."


دا په روان ښوونیز کال کې لومړی ځل دی، چې په کابل کې د نجونو د لیسې زده کوونکې مسمومیږي، خو پخوا تردې په تخار ولایت کې هم په ورته پیښو کې یو شمېر زده کوونکي نجونې مسمومې شوې وې.

د افغانستان د پوهنې د وزارت چارواکي په کابل کې د نجونو د ښوونځي د زده کوونکو مسمومیدل مني او وایې، چې د زهرجنو موادود نوعیت په اړه یې څیړنې پیل کړي.

د دغه وزارت د نشراتو ریس محمد کبیر حقمل په دې اړه ازادی راډیو ته داسې وویل:

"شل تنه زوده کوونکې چې حالت یې ښه نه وه روغتون ته لیږدول شوي دي حالت یې نازک نه وه په کوم ځای چې مسمومیت رامنځته شوی مرګ ژوبله نلري دا موضوع جدي تعقیبوو."

تیر کال هم په افغانستان کې د نجونو زده کوونکو د مسمومیت مسله د پام وړ ستونزه ګڼل شوې وه. او د یو شمیر ولایتونو د نجونو ښوونځي هم له همدې امله تړل شوي وه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایې چې تیر کال په بیلابیلو ولایتونو کې له ۶۰۰ څخه زیاتې نجونې زده کوونکې مسمومې شوې وې.

خو ددغه وزارت د چارواکو په وینا د تحقیقاتو له مخې ډیري دغه پیښې رواني بڼه لري او د دولت مخالفین پکې لاس نه لري.

حمیده هارون - عثمان
XS
SM
MD
LG