د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

په ښوونځیو کې زده کوونکو ته روغتیايي تعلیمات ورکول کیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ښوونځیو کې د لومړنیو روغتیايي زده کړو او د زده کوونکو د درملنې په هدف د پوهنې له وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا وزارت په ښونځیو کې د لومړنیو روغتایي زده کړو د دودولو او د ناروغو زده کوونکو د درملنې لپاره له پوهنې وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز وایي؛ د دې تړون په لاسلیک کولو سره به د زده کوونکو د روغتیا ستونزې تر ډېره هوارې شي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د دې تړون د لاسلیک هدف خبریالانو ته داسې بیان کړ:

((دوه پروګرامونه دي یو د روغتیايي تعلیماتو چې په ټولګي کې زده کوونکي ته ورښودل کیږي؛ بل زموږ ټیمونه به ښوونځيو ته ځي؛ د در ملنې وړ ستونزه به هلته هواره وي؛ که روغتیايي معاینو ته اړتیا پېښه شوه؛ نو زده کوونکي به روغتیايي مرګزونو ته لېږل کیږي.))

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د روغتیا د ښوالي لپاره اقدامات کوي چې د هېواد په ښوونځیو کې روغتیايي حالت ناوړه ښودل شوی.

په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه زده کوونکي مسموم شوي چې تر ټولو وروستۍ پېښه یې څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې د یوه ښوونځي لسګونه نجونو مسمومېدل دي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت وايي چې د دې نوي پروګرام په پلي کېدو سره به د زده کوونکو په روغتیا کې ښوالي راشي چې دا کار به د پوهنې په کیفت هم مثبت اغیز وکړي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د تړون له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل:

((د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو وقایه د پوهنې؛ کورنیو اوحتی ټولنې لپاره یو مثبت ګام دی؛ روغتیا زده کوونکو ته دا وړتیا وربخښي چې په ښه توګه خپل تعلیم پر مخ یوسي چې دا کار د پوهنې په کیفیت باندې مثبت او ګټور اغیز کوي.))

ښاغلي بلخي وايي چې دا پروګرام د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو له عادي او پراختیايي بودجې څخه تمویلیږي.

روغتیا پالان وايي، یوشمېر ساري ناروغۍ د زده کوونکو په واسطه له یوې کورنۍ څخه بلې ته انتقالیږي چې دې مسالې نه یواځې زده کوونکو بلکې ټولنې ته هم ستونزه جوړه کړې.

د پوهنې وزارت چارواکي د معلوماتو له مخې دامهال په ټول هېواد کې څه باندې اته میلیونه زده کوونکي زده کړې کوي چې یوشمېر یې د نه لېدلو نه اورېدلو اوځینې یې له نورو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د صحت طفل په روغتون کې د ماشومانو د څانګې متخصص ډاکټر ظاهر رود وال سپارښتنه کوي چې حکومت باید د ماشومانو په ځانګړې توګه د زده کوونکو روغتیا ته پام وکړي؛ څو په ټولنه کې د ساري ناروغیو مخه ونیول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG