د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

په څمکنيو کې د مسموم شويو نجونو شمېر ۶۹ ته ورسېده



د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې نن غرمه شاوخوا لس بجې د سمين اکبري لېسې د ښوونکو او زده کوونکو نجونو په ګډون ۶۹ تنه مسموم شوي دي.

د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي په دې ولايت کې دا لومړی ځل دی چې د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي مسموم کيږي.

د پکتيا پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق وويل چې د دغې پېښې د څېړلو په موخه يې سيمې ته هيت لېږلی دی او وروسته له څېړنو به د پېښې څرنګوالی معلوم کړي.

د يادې لېسې مديره سمين اکبري چې خپله هم په دغه پېښه کې مسموم شوې وه، د نن ورځې د پېښې کيسه داسې کوي :

” دغه د غر مې وخت وو، د ځينو جينکيو حالت ښه نه وو ضعف شوې، موږ ژر،ژر شفاخانې ته ولېږلې، يوڅو مو ولېږلې چې نورې هم خرابې شوې نو بيا وروسته زه هم په ځان نه يم پوهېدلې چې څه مشکل وو؟“

د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي دا يوه لويه فاجعه بولي او وايي په دې ډول کارونو سره د افغانستان د معارف دښمنان نه شي کولی چې د دوی د ماشومانو د زده کړو مخه ونيسي، مدير حکيم ګل وايي :

” دا د څمکنيو پېښه نه ده، دا د ټول افغانستان لويه فاجعه ده، موږ يې غندو او د افغانستان د معارف دښمنان په داسې اعمالو زموږ د ماشومانو د درسونو مخه نه شي نيولی“


د څمکنيو روغتون مشر ډاکټر قادرخان اشرفي وويل چې په دغه پېښه کې ۶۹ تنه مسموم شوي چې ۶۲ نجونې او ۹ تنه هم ښوونکې او ښوونکي وو، چې وروسته له تداوئ څخه خپلو کورنو ته استول شوې دي :

”موږ ته ۶۹ تنه راوړل شوي وو چې د روغتيايي حالت په ډاډه کېدو سره يې هغه موږ خپلو کورنو ته واستولې او مشکل يې انشاالله حل وو او وروسته به معلومه شي چې پېښه څنګه رامنځ ته شوې وه “

دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا کې خلک د دودونو، رواجونو او په سيمه کې د شته دښمنيو له امله خپلې پېغلوټې نجونې له ښوونځيو ګرځوي او نه يې پرېږدي چې نجونې له شپږمو او اومو ټولګيو پورته زده کړو ته ادامه ورکړي.


راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG