د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

"د زده کوونکو د مسمومیت وروستۍ پیښې یوه رواني مساله ده"


د افغانستان د پوهنې وزیر په هېواد کې د زده کوونکو د مسمومیت وروستۍ پیښې یوه رواني مساله بولي.

ډاکتر فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په تیرو درېيو کلونو کې یې د یو شمېر مسموم سوو زده کوونکو وینه په هیواد کې دننه او بهر په لابراتوارونو کې معاینه کړې او هیڅ کومه زهري او یا هم مسموم کوونکې مواد په کې نه دي تر سترګو شوي.

تر دې مخکې د پوهنې وزارت چارواکو ویلي، چې په دې پيښو کې د افغانستان د پوهنې دښمنان لاس لري.

د پوهنې وزارت چارواکې وايي، په تیرو درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د 2700 زده کوونکو او ښوونکو د مسموم کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو د دوی په خبره دا یو مصنوعي عمل دی.

د پوهنې وزیر داکتر فاروق وردک وویل، په تیرو درېيو کلونو کې یې د یو شمېر مسمومو زده کوونکو وینه د افغانستان او نړۍ روغتونونو ته لیږلې، چې هیڅ ډول مسموموونکې او زهري مواد نه دي په کې پیدا شوي.

ښاغلی وردک خبرداری ورکوي، که له دې وروسته په ښوونځیو کې څوک دغه ډول ادعا وکړي او روغتون یې ثابته نه کړي، دوی به یې مسئولو ادارو ته ورمعرفي کړي:

“د افغانستان د روغتیا وزارت، د هېواد او نړۍ ټولو روغتونونو ته د دوی د ویني نښې لیږلي، چې هیڅ ډول مسمومي او زهري مواد یې نه دي په کې پیدا کړي.

له دې یوې نتیجې ته رسیږو، که روغتون یې ثابته نه کړي، چې مسمومیت دی، نو موږ هم زده کوونکی، هم ښوونکی او هم د دوی مدیر ته سزا ورکوو.

که چېري د پوهنې د یوه کارکوونکي له خوا دا ډول یو مصنوعي مسمومیت مطرح کیږي، دا هم له ترهګرۍ څخه کمه موضوع نه ده، ځکه چې د ملت پر روحیه منفي اغېز کوي.”


تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زده کوونکو او ښوونکو د مسمومیدو راپورونه ورکړل شوي، چې وروستۍ پیښه یې د کابل ولایت د راضیه سلطان لیسې د 261 زده کوونکو د مسمومیت پیښه وه.

د پوهنې وزارت چارواکو پخوا ویلي وه، چې په دغه ډول پیښو کې د هېواد دښمنان لاس لري.

ځینې کتوونکې هم په پرله پسې توګه د نجونو زده کوونکو د مسمومیدو پیښې یوه منظمه دسیسه بولي.

د پوهني وزیر دغه خبري په کابل کې د سې شنبې په ورځ د 70 نوو ښوونځیو د جوړېدو د کار د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر وخت وکړې.

ښاغلی وردک وایي، دغه نوی ښوونځی به په بامیان، ډایکنډي او غور ولایتونو کې په دوو کلونو کې د 25 میلیونه ډالره په لګښت سره جوړیږي، چې جاپان یې ورکوي:

“که څه هم چې په تړون کې ورسره 70 ښوونځی لرو، ولې د خپلې سپمان له مخې به انشاالله 75 ښوونځی جوړ کړو.

د دې پروژې مالي مدیریت یونیسف کوي، مالي لګښت یې دوست هېواد جاپان ورکوي او نور کارونه یې ټول موږ کوو، چې کار یې په درې مرکزي ولایتونو کې پیل شوی.”


په یو شمېر ولایتونو کې ناامني هم د پوهني د پراختیا په مخ کې یوه لویه ستونزه بلل کیږي.

د نوي ښوونیز کال د پیل په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو وویل، چې په ټول هیواد کې شا او خوا 500 ښوونځی د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

د پوهني وزارت چارواکې وايي، له دې جملې یې تر اوسه 25 ښوونځی بیرته خلاص کړي او د نورو د بیا پرانیستلو لپاره هڅي کوي.

ددې وزارت د معلوماتو له مخي ډیری بند ښوونځی په جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې دي، چې باید ددغو ولایتونو قومي مشران، سپین ږیري او نور مسئول کسان یې د خلاصولو لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG