د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

په تخار کې د نجونو د مسموميدو په تور يوه ډله ونيول شوه


د افغانستان د ملي امنيت رياست په تخار ولايت کې يوه ډله چې شمير يې تر اتو اوړي، نيولې ده چې تور پرې پورې شوي دي چې د ګاونډيو هيوادو له ترورستي ډلو سره يې اړيکي لرل او په دې ولايت کې يې نجونې په ښوونځيو کې مسمومولې.

د تخار د ملي امنيت رياست وايي، چې د دې ډلې تر شا د ازبکستان د اسلامي تحريک ګوند و.

د تخار د ملي امنيت ريس جنرال نجيب اله ازادي راډيو ته وويل چې له دې وروسته خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا ډول پيښې به نه کيږي:

″هغه څوک چې د دې پروګرام په سر کې و هغه نيول شوي دي، زه د تخار شريفو خلک ته ډاډ ورکوم چې تر دې وروسته ډاډه يم چې دښمن به بيا داسې موقع پيدا نه کړي چې د نجونو په ښوونځيو کې دا ډول کارونه ترسره کړي، چې ستونزې پيدا کوي.″

د تخار د ملي امنيت رييس زياته کړه چې يو تن چې د تخار اوسيدونکي دي لاس په لاس د زهرو د شنيدو په وخت نيول شوي دي او په نيول شويو کې يوه بهرنۍ ښځه هم ده.

د تخار په شپږو ښوونځيو کې نژدې اووه سوه نجونې په تيرو اونيو کې مسمومې شوې.

طالبانو مخکې ويلي و چې د نجونو په ښوونځيو کې دوي خلک نه دې مسموم کړې خو په تخار کې د ملي امنيت د ادارې په وينا نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړي دي او ويلې يې دي چې دوي ته به زهرجن مواد په کندز کې د طالبانو يوه قوماندان ورکول او له هغه ځايه به يې دا مواد تخار ته راوړل.
XS
SM
MD
LG