د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د 'افغان ښځو انقلاب ډلې' او سینګارګرو مېرمنو د طالبانو د پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ


په کې کې یو سینګارتون
په کې کې یو سینګارتون

په افغانستان کې د ښځو د سینګارځایونو د بندېدو په اعتراض کې د ښځو د انقلاب په نوم ډلې او یو شمېر سینګارګرو ښځو د طالبانو د پرېکړې پر ضد د احتجاج غږ پورته کړ.

'د افغان ښځو انقلاب' په نوم د یوې ډلې غړیو او یو شمېر سینګارګرو ښځو د طالبانو له لوری د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو د پرېکړې په اعتراض کې پرون احتجاجي غونډه وکړه.

په یوه ویډیو کې چې دا اعتراض کوونکې ښځې په یوه سرپټي ځای کې لیدل کېږي، یوه معترضه وايي: "طالبانو د سینګارځایونو د بندولو نوی بندیز لګولی چې له کبله یې ډېرې ښځې چې خپلو کورنیو ته یې له دې لارې ډوډۍ برابرولې، وزګاره شوې او په هېواد کې بې وزلي نوره زیاته شوه. طالبانو د مېرمنو له دسترخوانه حلاله روزي واخیسته."

د طالبانو د پرېکړې پر اساس د ښځو د سینګار سالونونه باید د اسد تر درېیمې پورې وتړل شي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون د ښځینه سینګارځایونو د بندیدو پلمه په یوه پیغام کې چې د دغه وزارت ویندوی محمدصادق عاکف رسنیو ته استولی، داسې بیان کړه: " "د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام په دې سینګارتونونو که ډېر لګښت کېده او د زلمي پر کورنۍ ډېر فشار راتله او پیسې ترې اخیستل کېدې، بله دا چې په شرعي توګه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ویښتان د زینت لپاره لګول کېږي، درېیم دا چې هلته د ښځینه‌وو وریځې ویستل کېږي او دا د شریعت سره څرګنده مخالفت دی."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د ښځو د سینګارتونونو د بندېدا په اړه د طالبانو پرېکړې زیات غبرګونونه پارولي دي.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل: "د ښځو پر سينګارتونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو د کار لپاره یو بل مُهم ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي. له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې ډېر منزوي شوي ځای اړوي."

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

تر دې مخکې ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتي و چې د ښځو د سینګارځایونو د بندېدو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

طاهره محمدي په مزارشریف ښار کې سینګارتون لري.

هغه وايي، اندېښنه یې دا ده چې که سینګارتون یې وتړل شو، د کور خرڅ به څنګه برابروي.

نوموړې وايي: "په همدې دوو ورځو کې چې د سینګارتونونو له بندېدو خبر شوو، په رښتیا چې مایوسه شوم چې څه به کوم. دلته مې اووه زره ډالره لګولي، نه پوهېږم څه کار وکړم. اوس چې سینګارتون بندیږي څوک نه شته چې دا وسایل مو په بیه واخلي، سخته ده، نه پوهېږم چې له دې وروسته څه وکړم، د کور خرڅ، ژوند او اولادونه به څنګه شي؟"

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې پر ښځو او نجونو پر لپسې بندیزونه لګول کېږي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي، پوهنتون ته نه شي تللی او له دفتري کارونو هم محرومې شوي دي.

طالبانو د تېر کال په دسمبر کې په بهرنیو ناحکومتي موسسو کې هم ښځې له کار کولو منع کړې.

د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په شمول بشري حقونه رعایت کړي.

طالبان بیا وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو رعایتولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG