د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د ښځینه سینګارتونونو تړلو پرېکړه جنسیتي ځورونه او بشریت ضد جنایت وبلل شو


په مزارشریف کې یوه ارایشګره د یوې مېرمنې د سینګارولو پر مهال
په مزارشریف کې یوه ارایشګره د یوې مېرمنې د سینګارولو پر مهال

د بخښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو د حکم د بندیز په غبرګون کې دا د طالبانو لخوا د هغه جنسیتي ځورونې د کمپاین یوه برخه بللې، چې د دغه سازمان په باور، موخه یې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو له منځه وړل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر سینګارتونونو د بندیز لګولو په غبرګون کې، دا جنسیتي ځورونه او د بشریت ضد جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې باید په افغانستان کې دا کار پای ته ورسېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې د یوه خالي سینګارتون د ویډیو له خپرولو سره دا بندیز د جنسیتي ځورونې د کمپاین یوه برخه وبلله، چې په باور یې، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د څنډې ته کولو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د هغو مېرمنو لپاره چې د خپل کورنۍ سرپرستې دي، د یو بل مهم ځای له منځه وړل بللی دی.

د نوموړې په خبره، دغه بندیز له کوره بهر د ښځو لپاره یو له څو مهم پټنځایونو څخه به له منځه یوسي او افغانستان به په یوه بې رحمه او منزوي هېواد بدل کړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته د یوې ویډیو په لېږلو سره د ښځینه سینګارتونونو د بندولو حکم په رسمي ډول تایید کړ.

په دې ویډیو کې د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر هغه زیاتو پیسو ته اشاره کړې چې په سینګارتونونو کې د ناوې د چمتو کولو لپاره اخیستل کېده او ځینې نور موارد د شریعت خلاف بولي.

مهاجر وویل: "په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې د زلمي په کور باندې ډېر زیات بوج و چې پیسې ترې اخیستل کېدې. دویم دا چې د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته د نورو انسانو ويښته د زینت لپاره لګول کېږي. او درېيم دا چې هلته د ښځینه وريځې ایستل کېږي، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی."

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د شفاهي حکم پر بنسټ، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه مکتوب کې ویلي، چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې له درېیمې نیټې وروسته، په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه د فعالیت اجازه نه لري.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې یوې سرچینې ازادي راډيو ته د دغه مکتوب ور رسېدل تایید او وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲ زره سینګارتونونه فعالیت لري چې په کې شاوخوا ۵۰ زره ښځینه سینګارکوونکې کار کوي.

په همدې حال کې، د یو شمېر افغان ښځینه سینګارونکو د دې فرمان د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

یوې سینګارونکې هدیې ازادي راډیو ته وویل، چې د ژوند ټوله سرمایه یې د سینګارتون کار دی او له دې پرته نور عاید نه لري.

هدیې زیاته کړه: "زما په شان زرګونه نورې ښځې د خپل کور سرپرستې دي. که د یو نفر کار ترې واخلې، روزي يې ترې واخلې، یوه کورنۍ وږې پریږدې، ایا دا عدالت دی؟ زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې دا فرمان لغوه کړي."

په کابل کې د يوه بل سینګارتون خاونده شکريه سلطاني چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره بله لاره نه لري.

هغه زیاتوي: "که دوی سینګار خونې وتړي، زه به مې د درې پیغلو لورانو او د زوی مصارف څنګه پوره کوم؟ د زوی د ښوونځي فیس، د کور کرایه او نور لګښتونه څنګه پوره کړم؟ زما خاوند نه شته، او زلمی زوی هم نه لرم."

په کابل کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.
په کابل کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.

په افغانستان کې د ښځو پر سینګارتونونو د بندیز موضوع په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو اشخاصو او بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د طالبانو حکومت دې او د دې ورته د نورو بنسټونو غوښتنو ته پام نه دی کړی او تر اوسه یې د ښځو د حقونو د محدودولو فرمانونه نه دي لغوه کړي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې دا د افغانستان داخلي مسایل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG