د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

یونسکو: په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي


ارشیف: په پکتیکا کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په پکتیکا کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

یونسکو وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو نن چهار شنبه په یوه ټویټ کې ولیکل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي دي.

یونسکو د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره ویلي چې دا د ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او په دې برخه کې سرغړونه د منلو وړ نه ده.

په فراه کې د طالبان له لوري د نجونو د یوه تړل شوي ښوونځي انځور
په فراه کې د طالبان له لوري د نجونو د یوه تړل شوي ښوونځي انځور

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندېدو ۶۵۳ ورځې پوره کېږي او د ځینو نړیوالو بنسټو د راپورونو له مخې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د نجونو زده کړه په کې منع ده.

حسنا چې د کابل په یوه ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له ښوونځي بې برخې وه او که طالبانو اجازه ورکړې وای اوس به له ښوونځي نه فارغ شوې وه.

هغې وویل: "زه دوه کاله له ښوونځي پاتې شوم، هغه موده چې زما برخلیک په کې معلومېده. موږ د طالبانو له حکومت څخه غواړو چې د ښوونځي دروازې پرانېزي."

پروانه د کابل اوسېدونکې او د نهم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه وايي، دا او خور يې له ښوونځي بې برخې شوي دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، تل یې هڅه کړې چې کور ته د اول نمره ګۍ پارچه راوړي او مور او پلار خوشاله کړي، خو اوس چې ښوونځی نه شته دا او کورنۍ یې اندېښمنه ده.

هغې زیاته کړه: "موږ تل مطالعه کوله ځکه چې موږ فکر کاوه په راتلونکي کې به د ځان لپاره یو څه جوړ شو، مور او پلار مې موږ یې هڅولو، اوس دوی او خور مې زما په شمول اندېښمن یو، موږ به کله ښوونځي ته لاړ شو؟ "

له څو میاشتو راهیسې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به کله پرانیستل شي د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

خو په تېره کې طالب چارواکو په ځلونو ویلي و پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې یې نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي، خو له دوو کلونو وروسته لا هم د دغه پلان د وروستي کېدو او د نجونو د منځنیو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې په سړو سیمو کې د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو سختو بندیزونو تر څنګ د منځنیو ښوونځیو سربیره د دوی په مخ د پوهنتونو دروازې هم تړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG