د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د طالبانو مشر: سل سلنه شریعت روان دی او زه هڅه کوم ټول نظام شرعي شي


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د امنیتي ګواښونو له امله په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د طالبانو له لوري امنیتي تدابیر ډېر شوي وو او د اختر د لمانځه تر پای ته رسېدو پورې مخابراتي شبکو هم کار نه کاوه.

نن د لوی اختر له لمانځه وروسته په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د شرعي قوانینو په عملي کېدو د هیچا تر تاثیر لاندې نه دی او په دې برخه کې معامله نه کوي.

د نوموړي د خبرو غږیزه بڼه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې ده.

د طالبانو مشر دغه شان ویلي، دا چې نړۍ یې حکومت په رسمیت نه پېژني او لامل یې په زور واک ته رسېدل بولي، دا خبره سمه نه ده او نړۍ یې د ده په خبره، د خپلې ماتې د شرم له امله په رسمیت نه پېژني.

هغه دغه شان ویلي، چې ډېر ژر به ټول قوانین اسلامي کړي او ټولو ادارو ته یې امر کړی، چې خپل قوانین له ایاتونو او احادیثو سره برابر کړي او عدلیې وزارت ته یې وسپاري، څو د کمېسیونونو له کتنې وروسته عملي شي.

هغه وايي: "زه دا درته وایم چې سل سلنه شریعت روان دی او زه هڅه کوم چې ټول نظام او قانون شرعي شي. تاسې به څه وخت وروسته ووینئ چې زموږ ټول قوانین چې راوځي، د ایات او حدیث په رڼا کې به یې تخریج شوی وي. په هغه قانون کې به ایاتونه، حدیثونه، مسایل، فقه او شریعت به په کې وي، په دې باندې مکمل کار روان دی."

د طالبانو مشر داسې مهال د یوه شرعي قانون د جوړېدو ژمنه کوي چې څه کم دوه کاله کېږي، د مخکېني جمهوري حکومت له پرځېدو او د اساسي قانون له لغوه کېدو سره افغانستان اوس داسې یو داسې قانون نه لري چې پر بنسټ یې دولتي چارې مخکې یوړل شي، خو طالبان بیا وايي، چې دوی د اسلامي شریعت پر بنسټ حکومتولي کوي، خو د تفسیر په اړه یې وضاحت نه ورکوي.

د طالبانو مشر یو ځل بیا په خپله وینا کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلې ته هېڅ اشاره ونه کړه.

د کندهار ترڅنګ بیا ځینو نورو طالب مشرانو په کابل کې د اختر لمونځ له ادا کولو وروسته ویناوې وکړې.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند دا د نړيوالې ټولنې لمسوَنه وبلله چې وايي، په افغانستان کې بې کاري او نيستي ډېره شوې ده.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند

نوموړي وویل: "دا هم د دنیاوالو یوه لمسوَنه ده، چې زموږ په ځینو انسانانو کې یې دا فکر پیدا کړی چې په افغانستان کې کوم کار او خدمت نه شته، نو ځکه زه مجبور یم چې بل هېواد ته به ځم او په دریاب کې به ځان ډوبوم او هلاکوم به یې. دا سوچ نورو ورکړی دی. الحمدلله اوس په افغانستان کې هم کار هم شته او هم خدمت شته."

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال داسې مهال په افغانستان کې د بې کارۍ او فقر د ډېرېدو مسئله ردوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په وینا په افغانستان کې ٢٨.٨ ميليونه خلک په روان میلادي کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ترڅنګ ځینو هغو کسانو، چې نن یې له ازادي راډيو سره خبرې کړي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې سږ کال قربانۍ نه دي کړي.

له دې ډلې د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "په تېرو کلونو کې به موږ قرباني کوله، خو سږ کال مو د خراب اقتصادي وضعيت له امله قرباني و نه کړه. یوازې موږ نه، ډېر نور هغه خلک چې اقتصادي وضعيت یې په وروستیو کې ښه نه دی، قرباني نه شي کولای."

د کابل یو بل اوسېدونکی حبیب هم وايي، اوس نسبي امنیت شته، خو د نوموړي په خبره اقتصادي ستونزو د خلکو اختر پیکه کړی.

هغه وايي: "دلته اقتصادي ستونزې ډېرې دي، امنیت خو نه خوړل کېږي او نه اغوستل کېږي، نو د امنیت ترڅنګ هېوادوالو ته د کار زمینه برابرول په کار دي. اختر اوس بدرنګ دی، بدرنګ په دې دی چې ولس کار او روزګار نه لري او خوشاله نه دی."

په افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د کابل ښاریانو په وینا، د نورو ورځو په پرتله په ښار کې د طالبانو ګڼه ګوڼه ډېره وه او د جوماتونو او عیدګاوو شاوخوا ته هم د طالبانو امنیتي کسان مؤظف شوي وو.

همدا ډول په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د اختر د لمانځه په مهال د مخابراتي شبکو د بندېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

د لوی اختر په لومړۍ ورځ تر دې دمه د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند که څه هم د امنیتي وضعيت په اړه وروستي جزيیات له ازادي راډیو سره شریک نه کړل، خو تر دې مخکې یې د اختر په ورځو کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړی و او له خپلو امنیتي کسانو څخه یې هم غوښتي و، چې د اختر په ورځو کې دې هوايي ډزې نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG