د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د طالبانو د مشر پيغام کې ولې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار مسئله نه ده یاده شوې؟


د طالبانو مشر  ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر  ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده که څه هم اعتراف کوي، چې د افغانستان پنځوس سلنه وګړي ښځې جوړوي، خو د افغانستان د دې نیمایي وګړو د تعلیم او کار حق او د مدني ازادیو په اړه یې په خپل نوی اختریز پیغام کې هېڅ هم نه دي ویلي.

زموږ همکار مرسلین ارسلا په دې اړه د ښځو د حقونو له فعالې سونیکا ارین سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې ولې د طالبانو مشر د دوی د حکومت د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د ښځو پر اساسي حقونو چوپه خوله دی؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG