د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په کندهار او هلمند کې د محلي ټولګیو د بېرته پرانیستو غوښتنه وشوه


ارشیف: په هلمند کې د یوه محلي ټولګي زده کوونکي
ارشیف: په هلمند کې د یوه محلي ټولګي زده کوونکي

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې د محلي ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي له طالبانو غواړي چې ټولګي یې بېرته ورته پرانېزي.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په کندهار او هلمند کې د سلګونه محلي ټولګیو تړل کېدو، د دغو ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي له نامعلوم برخلیک او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د همدې ټولګیو یو ښوونکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم واخلي وایي، د ټولګیو له بندېدو وروسته ښوونکي بې معاشه شوي او زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

دغه ښوونکی له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره تړل شوي محلي ټولګي بېرته پرانېزي.

هغه وویل: "مونږ د طالبانو له حکومت څخه امېد لرو چې دغه ټولګي بېرته خلاص کړي. په دې د استادانو خپل معاش و، په خپل وخت یې معاش راته او د کور ګزاره یې پرې کېده. داسې استادان وو چې یوازې همدغه معاش یې اخیست او د کور ټول ضرورتونه یې پرې پوره کول. دې ښونځیو کې هم د ولس، هم د استادانو او هم د شاګردانو فایده وه."

ارشیف: په افغانستان کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی د یوه محلي ټولګي زده کوونکي
ارشیف: په افغانستان کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی د یوه محلي ټولګي زده کوونکي

د طالبانو د پوهنې وزارت د تېرې اپرېل میاشتې په نیمایي کې کندهار او هلمند کې د پوهنې ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې په دغو ولایتونو کې د ټولو محلي ټولګیو فعالیتونه د "لنډمهال" لپاره وځنډوي.

طالبانو هغه مهال وویل، چې دغه کار د څېړنې په موخه ترسره کوي، خو دا جزییات یې ورنه کړل چې څېړنه به یې څنګه او څومره وخت نیسي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د محلي ټولګیو یو استاد منیر احمد هم وایي، چې د محلي ټولګیو تړل کېدو خواشینی کړی دی.

هغه وویل: "خاصتاً په لرې پرتو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې چې شاګردان په هېڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري او مکاتب نه شته، دولتي ښونځي نه شته، حتی مدرسې لا نه وي، نو دغه ټولګي یوه ښه لاره ده چې شاګردانو ته د زده کړو زمینه برابره شي."

د یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهې صندوق د معلوماتو له مخې دوی له پنځلسو محلي او دولسو بهرنیو موسسو سره په ګډه د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۲۱ زره محلي ټولګي جوړ کړي دي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، شاوخوا پنځه لکه ماشومان، چې کابو درې سوه زره یې نجونې دي دغو ټولګیو کې زده کړې کوي.

د حلیمې په نوم د دغو ټولګیو یوه زده کوونکې چې د کندهار ښار اوسېدونکې ده وایي، د ټولګیو له تړل کېدو وروسته د درس ویلو دروازې پرې بندې شوي دي.

هغې وویل: "زمونږ مکتوبونه دې ژر خلاص شي، زه کور کې داسې څوک نه لرم چې ماسره درس ووایي. دا څویم ځل دی چې مکتبونه بندېږي، اول کرونا وه، بیا جنګونه وو او دا درېیم ځل دی چې مکتبونه بندېږي، مونږ غواړو چې خپل درسونه ووایو، دا ولې بندېږي."

معلومه نه ده چې طالبان به په کندهار او هلمند کې څه وخت بېرته محلي ټولګیو ته د فعالیت اجازه ورکړي، خو یونېسف په دې وروستیو کې د طالبانو پر هغه ګام اندېښنه وښوده، چې دغه محلي ټولګي له بهرنیو موسسو څخه کورنیو موسسو ته لېږدوي.

یونېسف شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یوه اعلامیه کې وویل، طالبانو پرېکړه کړې چې د دوی محلي ټولګي دې په یوه میاشت کې کورنیو موسسو ته انتقال شي.

پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو تر بندیز وروسته یو شمېر بنسټونو په بېلابېلو ولایتونو کې کورني ټولګي جوړ کړي چې یو زیات شمېر نجونو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده. 11.05.2023
پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو تر بندیز وروسته یو شمېر بنسټونو په بېلابېلو ولایتونو کې کورني ټولګي جوړ کړي چې یو زیات شمېر نجونو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده. 11.05.2023

د یونېسف ویاندې سمانتا مورت یوه اونۍ وړاندې رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت له پوهنې وزارت سره په خبرو بوخت دي او دا ډاډ ورکړی شوی، چې له یونېسف څخه د دغو ټولګیو د مسوولیت د بهیر تر لېږده به یاد ټولګي پرانیستي وي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند شول او تېره ډسمبر میاشت کې د هغوی پوهنتونونه هم بند اعلان شول.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو کار کول هم افغانستان کې منعه شوي، چې د نړیوالو له غبرګونونو سره سره طالبانو په دې اړه خپل دریځ کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG