د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د غزني او ميدان وردګ طالب واليان: د ښوونځيو او مدرسو ترمنځ واټن دې ليرې شي


د غزني ولايت مرکز
د غزني ولايت مرکز

د غزني او میدان وردګو ولایتونو د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، باید د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن له منځه یووړل شي.

د غزني ولایت له مقام څخه ازادۍ راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دواړو ولایتونو واليانو دغه خبره تېره ورځ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د نور المدارس په نامه د یوې دیني مدرسې د پرانیستنې په غونډه کې کړې ده.

د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده ویلي: "د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن باید له منځه یووړل شي، ځکه چې افغانان او افغانستان د دواړو درسګاوو زده کونکو ته اړتیا لري."

د میدان وردګو ولایت والي مفتي لعل ګل منیب بیا ویلي چې: "افغانستان هغه مهال پرمختګ او ابادۍ ته رسېدلي شي، چې زده کونکي یې په عصري او دیني دواړو علومو سمبال شي."

په خبرپاڼه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو ښوونځيو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په غزني کې د زده کړو ډېری پلويان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو ددغه نظر ستاینه کوي.

دوی وايي، که طالبان د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن ختم کړي، نو افغانستان د ترقۍ او پرمختګ پر لور ګام پورته کولی شي.

نعمت الله افغانپال په غزني کې د یوې خصوصي لیسې مدیر دی.

نوموړی وايي نه دا چې باید دغه واټن رالنډ شي، بلکې په دیني مدرسو کې هم باید عصري زده کړو ته ځای ورکړل شي.

افغانستان کې د نجونو ښوونځي له تېرو نهو مياشتو راهيسې تړلې دي.
افغانستان کې د نجونو ښوونځي له تېرو نهو مياشتو راهيسې تړلې دي.

نوموړی زیاتوي: "د طالبانو د رهبرۍ دغه پرېکړه او تصمیم د ستایلو وړ ده، دا یو ډېر مهم اصل دی چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ شته واټن ته د پای ټکی کېښودل شي، نه یوازې دا چې په عصري ښوونځیو، بلکې د دیني مدرسو په چوکاټ کې هم باید عصري علوم تدریس کړی شي، چې دا به د هېواد په تعلیمي ډګر کې یو رغنده او مثبت رول ولوبوي."

دا په داسې حال کې ده چې لا هم ډېری افغانان په دې باور دي چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځلې واکمنېدو سره سم په دغه هېواد کې په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د شاګردانو او زده کوونکو زده کړې سختې ټکنۍ شوې دي، ان تر دې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له تېرو نهو مياشتو راهيسې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG