د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د بشري حقونو کمیسیون: د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي کې بدلون نه دی راغلی


د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په شپږو میاشتو کې د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۱۷۰ قضیې ثبت شوي دي.
د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په شپږو میاشتو کې د افغانستان د بشري حقونو په کمیسیون کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۱۷۰ قضیې ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون نوی راپور څرګندوي چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۱۷۰ قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

بل خوا د ښځو چار وزارت بیا د ښځو په وړاندې د شدیدو پېښو د زیاتېدو خبره کوي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یوې کميشنرې شبنم صالحي د سه شنبې په ورځ (میزان ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان میرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی صفر اعشاریه اته سلنه زیات شوی دی.

"ّتېر کال په ۱۲ میاشتو کې مونږ د تاوتریخوالي ۴۳۷۳ ثبت کړې وې، خو سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې له مونږ سره ۲۱۷۰ قضیې ثبت شوې دي."

نوموړې وویل، دغه قضیې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ثبت شوې دي.

د بدن د غړیو پرې کول، وژنې، وهل ډبول، په کم عمر کې د نجونو ودول، له اساسي او اسلامي حقونو محرومېدل، جنسي تېری او یو شمېر نور هغه مسایل دي چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په وینا افغانستان کې ښځې ترې کړېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د شدیدو قضیو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویانده رویا دادرس وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی د ښځو د وهلو ټکولو نږدې ۳۰۰ قضیې ثبت کړي دي.

"په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو لویې شمېرې د وهلو ټکولو دي. همدارنګه د اجباري ودونو هم شل قضیې له مونږ سره ثبت شوي دي."

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ‌دغو پېښو کې ۷ د وژنې، دوه د صحرایي محکمې، یوه د اجباري نکاح، یوه د ډله‌ ییز جنسي تېري، دوه د پلور او ځیني نورې قضیې شاملې دي.

اغلې دادرس وايي، تېر کال په شپږو میاشتو کې د فزیکي تاوتریخوالي نږدې ۲۰۰ قضیې ثبت شوې وي.

د یادونې ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پېښه، درې ورځې مخکې په بغلان کې وه چې یوه پلار خپله لور له کوره د تېښتې له کبله ووژله.

زرمینه نومې دا نجلۍ په ښوونځي کې د یوولسم ټولګي زده‌ کوونکې وه.

دغه شان دوه ورځې مخکې د پروان د جبل سراج ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې هم له یوې ښځې سرپری شوی دی.

د پروان امنیتي چارواکي وايي، دغه ښځه د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې او په تور یې د دې میرمنې خاوند او خسر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG