مېرمن خدیجه چې له څلورو کالو راهيسې د پوډرو نشه کوي له خپلو اولادونو سره په یوه داسې کور کې اوسېږي چې نه دروازه او نه کړکۍ لري.
خدیجه سره له دې چې ۲۲ کلنه ده، خو مخیې ګونځې ګونځې شوی او له ظاهري څېرې څخه بوډۍ ښکاري.
د بلخ ولايت دا مېرمن چې د دوو ماشومانو مور ده، د هغو معتادو ښځو له ډلې څخه ده چې له څلورو کالو راهيسې له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
دې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې نشو ته مخه کړه؟
وویل:
"مېړه مې په نشو اخته و، ما به تل ورته ویل چې نشه پرېږده کهنه طلاق درڅخه اخلم، خو ده نهمنله. څرنګه چې مېړه مې مینه راسره درلوده، طلاقيې نهراکاوه، زهیې هم په نشو ورسره اخته کړم."
د خدیجې مېړه تر نشې مخکې پنچرمین و، د کور ګوزارهیې ښه وه، خو د نشې خړ سېلابيې هر څه ځینې يووړل او دوی يې پر سپېره ډاګ پرېښودل.
نوموړې وايي:
"د مېړه مې ښه کار جوړ و، کور ته بهیې هرڅه راوړل، پسانداز مو هم کاوه، خو کله چې یې نشو ته مخه کړه، د کور هر څهیې خرڅ کړل، اوس هېڅ نهلرو، څه چې لېور راکړي، هغه هم د ده له وېرې نهشي خرڅولای."
که څه هم خدیجه خاوند په زوره نشو ته اړ ايستلې، خو بیا یې هم پلارګنۍ دا پړه د دې پر غاړه وراچوي او اړیکې يې ورسره پرې کړې دي، ان دا چې ډېره موده کېږي مور او پلار یې د دوی مخ هم نهدی ليدلی.
دا زیاتوي:
"له څلورو کالو راهيسې مې مور او پلار پوښتنه نهکوي او راته په قهر دي. خاله، دوستان او نورو خپلوانو مې اړیکې راسره شکولې دي، تګ راتګ نهراسره کوي."
خدیجه له خپل معتاد خاوند سره په يوه داسې کور کې اوسېږي چې نه دروازه او نه هم کړکۍ لري، بېخي يوې کنډوالې ته ورته دی.
دا وايي چې په ژمي کې يې ماشومان له يخنۍ څخه کړېدل:
"کله چې مو حالت ډېر خراب شو، د لېوره کور ته نږدې مو ځای ونيو. هغه کور دروازه او کړکۍ نهلري، ژمی مو هم په دې کور کې تېر کړ، کله چې به زیاته یخني شوه، ماشومان به مې د لېوره ښځې له ځانه سره خپل کور ته بوتلل. دا دوه پوړیز کور دی، پر کړکۍ مو پلاستیک او دروازه باندې مو پراشوټ لګولی دی."
که څه هم پر خديجې د خلکو زړه سوځېده او ځینو ښاديو ته بهيې بلله، خو دا د خپل اعتياد له امله شرمېدله او نهیې غوښتل چې ښځې ملنډې ورباندې ووهي.
نوموړې زیاته کړه:
"خلکو به خیراتونو او ودونو ته خبرولوو، خو موږ خپله نهورتلو، ځکه موږ له خپله عمل او ځانه شرمېدلو، د کوڅې ماشومانو به زموږ ماشومانو ته د پوډریانو د اولادونو په سترګه کتل."
ازادي راډیو چې کله له خدیجې څخه د دې د اولادونو د ژوند په اړه پوښتنه وکړه، دا غلې شوه، مخ تهیې پلو ونیو، لومړی يې سترګې له اوښکو پاکې کړې او بيا يې وويل:
"زما اولادونه د لوبو لپاره هېڅ هم نهلري، د دوی لوبه په تیږو وي، توپ او نانځکې نهلري، ټول عمر یې وچه ډوډۍ له مستو او بادرنګو سره خوړلې ده، ان په یوه میاشت کې مو هم غوښه نهده خوړلې. داسې ډېر پېښ شوي چې ماشومان مې وږي ویده شوي دي."
د خدیجې د نشې د ژوند هره کيسه خورا دردوونکې او ژړوونکې ده، دا وايي چې د خپل څلور کلن زوی ترخه خاطره مې هېڅکله له ياده نهوځي.
دا وايي:
"یوه شپه ډېر یخ و، په کور کې مو د ګرمولو لپاره څه نهدرلودل، سکاره مې تازه کول، خاوند مې ويل چې سکاره په خونه کې تازه کړه، کله چې مې سکاره په اتاق کې تازه کړل، د سکرو بوی اتاق ونیو، ماشوم مې بېسده شو، سترګې یې رډې پاتې وې، نه مو خلک خبرولای شوی او نه مو ډاکتر ته د وړلو وس درلود، بیا مې خاوند په خوله کې ورپوه کړل، هغه و چې بېرتهيې سا واخیسته."
مېرمن خدیجه اوس په یوه نادولتي روغتون کې بستري او وزنيې تر پخوا يو نيم برابر ډېر شوی دی.
دا غواړي چې د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره د نشې زهر په روغتون کې پرېږدي او يو نېکمرغه ژوند ولري.
خدیجې زیاته کړه:
"یوه شپه مې شپږ کلنه لور راته ناسته وه او موږ نشه کوله، دې وژړل، ویل دا څه دي چې تاسو یې څکوئ، پخوا مې پلار ښه و، هر څه چې به مې وغوښتل راته راوړل بهیې، اوسیې نه راته راوړي. زه غواړم چې د خپلو اولادونو لپاره نشه پرېږدم او ښه ژوند ولرم."
د ارواپوهانو له نظره په افغانستان کې کورنی تاوتریخوالی او د مېړه پر وړاندې د ښځو چوپتيا د دې لامل شوې چې ځینې ښځې مېړونه په زوره نشو ته اړ باسي او له ځانو سرهیې د نشو په تيارو کې وساتي.
که ښځې د دې ډول ظلم او زور زياتي پر وړاندې خپل اواز اوچت کړي، نو ډېر ژر به د معتادو ښځو شمېر راکم شي.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
راپور: محمد ایاز ترنک