پهداسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په هېواد کې یو له جدي مسایلو شمېرل کېږي، خو د افغانستان ستره محکمه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۷۲۴۶ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د سترې محکمې ویاند امانالله ایمان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۵» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تاوتریخوالي دغو قضیو ته تر ډېره په کابل، هرات، بلخ، کندز او کندهار کې رسېدنه شوې ده.
نوموړي وویل، پهدې کې تر ډېره د جنسي تېري، وهل ټکول، ځان وژنې، ګواښونو، اختطاف او اجباري ودونو قضیې شاملې دي.
نوموړي وویل:
"په ۱۳۹۷ لمریز کال کې نږدې ۲۱۱۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده، خو پهدې کې د وروستۍ ربع راپور شامل نهدی، زموږ انګېرنه دا ده چې دا د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې تر ټولو غټ شمېر دی."
نوموړي وویل، د تېرو کلونو په پرتله د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې لړۍ تېزه شوې ده.
ښاغلي ایمان د دې لړۍ د بریا لامل په ښځو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی او د محاکمو ښه فعالیت یادوي.
نوموړي وویل، دا مهال د قضیو عاملین د عدلي او قضايي ارګانونو تر تعقیب لاندې دي چې ورته د اعدام، دایمي حبس په ګډون نورې سزاوې ټاکل شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغو قضیو ته د څارنوالۍ او ځانګړې محکمې له لوري رسېدنه کېږي.
د سترې محکمې د شمېرو له مخې دا مهال په ۲۲ ولایتونو کې څارنوالۍ یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې فعالې دي چې دا شمېره به راتلونکي کال ۲۸ ولایتونو ته ورسېږي.
په همدې حال کې یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، د سترې محکمې څرګندونې تر ډېره تبلیغاتي اړخ لري او په وینا یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم په لوړه کچه کې دي.
د دغو فعالینو له ډلې خاطرې اسحاقزۍ وویل:
"په لیرو پرتو سیمو کې ښځې له بېلابېلو تاوتریخوالو او ستونزو سره مخ دي، حتی خپلو لومړنیو حقونو ته هم لاسرسۍ نهلري، سلګونه دوسیې دي چې ورته رسېدنه نهده شوې، هغه شمېر ښځې چې په امن خونو یا زندانونو کې دي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي."
په هېواد کې ناامني، بېوزلي او اطلاعاتو ته نهلاسرسی د تاوتریخوالي مهم عوامل یادېږي.
مېرمن اسحاقزۍ ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ او د تاوتریخوالي عاملین مجازات شي.
راپور: ناجیه ساپۍ