د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د ښځو چارو وزارت: روان کال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي نېږدې ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې دوه زره پېښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري دا خبرې د شنبې په ورځ د نومبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د یوه ۱۶ ورځني کمپاین د پیل پرمهال وکړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دغه ۱۶ ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د ښځو چارو وزارت د تاوتریخوالي د پېښو له کمېدو خبر ورکوي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۵ مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د کمپاین د پیل پرمهال وویل، په روان لمرېز کال کې نېږدې دوه زره پیښې ثبت شوي، خو په وینا یې چې دا شمېره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو څرګندونه کوي.

دلبر نظري
دلبر نظري

دا وایي:

"په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې کومې شمېرې چې له ښځو چارو وزارت سره ثبت شوي دي، ۱۸۲۶ پیښې دي او ۸۳۱ یې څېړل شوي، خو دا شمېره د تاوتریخوالي د پېښو کموالی ښیې، خو هغه ولسوالۍ چې د دولت په کنټرول کې نه دي، په هغو کې بیا هم تاوتریخوالی کېږي."

خو نوموړې ونه ویل چې د تير کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي کچه څو سلنه ټِټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د کميسیون په وینا، افغان مېرمنې لاهم د وژنو، جنسي تېري، د بدن د غړو پرې کېدو او د تېزابو د پاشلو په ګډون، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستۍ قضیې یوه قرباني په بادغيس کې هغه مېرمن وه چې د څلورو نارینه ‌وو له‌خوا پرې جنسي تېری وشو او له هغه وړاندې یوه اووه کلنه نجلۍ هم په همدې ولایت کې د مېړه د کورنۍ له‌ خوا په بې ‌رحمانه توګه ووژل شوه.

تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو لکه وژنې، جنسي تېري او اختطاف په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

جنسي تېری، ناموسي وژنې، له وخته مخکې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، وهل ټکول، بېوزلي، لفظي شخړې او کورنۍ اقتصادي ستونزې له نورو هغو تاوتریخوالو څخه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

په ورته وخت کې د ښځو د برخې فعاله مېرمن ملغلره خارا وايي، د تاوتریخولي د کمېدو لپاره اړتیا ده چې ښځې له اقتصادي پلوه پیاوړې شي.

نوموړې وویل:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د دې اړتیا لېدل کېږي چې ښځې باید له اقتصادي پلوه پیاوړې او په خپلو پښو ودرېږي، ځکه ښځې دا مهال ځان ته بېوزله فکر کوي، په ټولنیزو چارو کې کمه ونډه لري."

له بلې خوا د ښځو د برخې یو شمېر فعالانې وايي، د مجرمينو نه ‌مجازات، اداري فساد، عدالت ته د ښځو نه‌لاسرسی، په مخدره موادو د روږدو کسانو زیاتېدل او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې له امله‌ یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د دوی په وینا، تر کومه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین په علني ډول محاکمه نه‌شي، دغه شومه پدیده به په هېواد کې روانه وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG