د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

لوی اختر؛ یو شمېر کورنۍ د طالبانو له بنده د خپلو عزیزانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي


د افغان ماشومانو لپاره د تعلیم غوښتونکي او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.
د افغان ماشومانو لپاره د تعلیم غوښتونکي او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.

یو شمېر کورنۍ چې عزیزان یې د طالبانو په بند کې دي، غوښتنه کوي، چې د کورنۍ غړي دې یې له اختر مخکې له زندانه خوشې شي.

د افغاني‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا موستوفایا په ټینګار وايي، خبریالي جرم نه دی او له طالبانو غواړي چې د اختر په مناسبت دې د هغې مېړه خوشې کړي.

هغه وايي: "اختر دی او د دې وخت را رسېدلی چې له خپلو کورنیو سره و اوسو. زه دعا کوم چې دا ورځې له خپل مېړه مرتضی بهبودي سره ونمانځم. هغه د اختر په ورځو کې بندي دی. اختر تنها او له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه لېرې تېروي. زه هیله لرم چې ژر ورسره ووینم."

مرتضی بهبودي پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت له‌خوا ونیول شو او طالبانو پرې له خبریالۍ جلا یو شمېر نور تورونه پورې کړل.

په ورته وخت کې د افغان ماشومانو لپاره د تعلیم غوښتونکي او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا کورنۍ هم وايي، ویسا له درېیو میاشتو راهیسې په د طالبانو په بند کې دی، هغه کوم جرم نه دی کړی او باید له زندانه خوشې شي.

د ويسا يو خپلوان چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، دوی غواړي ویسا ژر تر ژره له بنده خوشې شي.

د طالبانو حکومت ویسا د خپل رژیم پر ضد په مشکوکو فعالیتونو تورن کړې دی، هغه تورونه چې د ویسا کورنۍ رد کړي دي.

له بلې خوا د شاعر، لیکوال او انځورګر حسیب احراري د کورنۍ یوه غړي چې ده هم نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، احراري د جون په لومړۍ نېټه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی، خو تر اوسه یې برخلیک معلوم نه‌دی.

شاعر، لیکوال او انځورګر حسیب احراري
شاعر، لیکوال او انځورګر حسیب احراري

د احراري کورنۍ هم ژر تر ژره د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې په غزني ولایت کې د شاعر او لیکوال ذبیح عیار برخلیک هم معلوم‌ نه‌دی.

نوموړی د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو له‌خوا نیول شوی و.

شاعر او لیکوال ذبیح عیار، چې د تېر اختر په لومړۍ ورځ نیول شوی او تر دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
شاعر او لیکوال ذبیح عیار، چې د تېر اختر په لومړۍ ورځ نیول شوی او تر دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د هغه ورور احمد عیار ازادي راډيو ته وویل: "له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې عیار دې خوشې کړي. دا دی دویم اختر هم راورسېده. د اختر په پار دې هغه خوشې کړي. که یې نه خوشې کوي، موږ ته دې اجازه راکړي چې هغه ووینو. دا دویم اختر دی چې زموږ کورنۍ د وېر پر ټغر ناسته ده. دویم اختر راغی، خو زموږ د زنداني برخلیک نه معلومېږي. نه پوهېږو چې هغه چېرې او څنګه دی؟"

ازادي راډيو د دې کورنیو غوښتنې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې، خو هغه ځواب ونه وایه.

هاخوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، د اختر په مناسبت د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو مسئله نه‌ده یاد شوې.

په داسې حال کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د تېر کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ، د ۲زره ۴۶۰ بندیانو د خوشې کولو او د ۴۷۱ بندیانو د بند د کمولو امر کړی و.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس د طالبانو د زندانونو د مسوول حبيب الله بدر په حواله خبر ورکړ، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته؛ د ښځو په ګډون څه د پاسه ۱۷زره ۵۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله په بند محکوم شوي دي.

خو داسې مهال چې طالبانو یو شمېر کسان د کوم جرم او امر پرته نیولي، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاده مرضیه جعفري په دې باور ده چې د محکمې له حکم پرته د خلکو نیول د اسلامي او نړیوالو قوانینو او همدارنګه د طالبانو د مشر د وروستي امر خلاف کار دی.

نوموړې وايي: "ديني دودونو ته د درناوي په موخه دې د اختر په ورځو کې لږ تر لږه د زندانیانو کورنيو ته د هغوی د حالت په هکله خبر ورکړل شي او د دوی د خوشې کولو زمینه دې برابره شي."

یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او لیکوالان پرته له دې چې د دوی تورونه اعلان شي، د طالبانو په زندانونو کې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو مشر امر کړی چې د محکمې له حکم پرته هیڅوک نه مجازات کېږي.

پر دې سربېره د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره عالیه عزیزي، د هرات پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي او یو شمېر نور فعالان هم په هغو کسانو کې دي چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، خو برخلیک یې لا هم معلوم نه‌دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو څو څو ځله د طالبانو له حکومته غوښتي چې د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین دې ژر تر ژره خوشې کړي، خو طالبانو یې دا غوښتنه نه‌ده منلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG