د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د طالبانو له بنده د مطيع‌الله ويسا او ذبيح‌الله عيار د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې د طالبانو په بند کې دی.
د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې د طالبانو په بند کې دی.

د زده‌کړو د برخې د فعال مطیع‌الله ویسا او د شاعر او لیکوال ذبیح‌الله عیار ځینې همکاران او خپلوان د طالبانو له بنده د دوی د ژر ازادېدو غوښتنه کوي.

د قلم‌لار بنسټ یوې غړې حسینې سادات د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نه‌شته، موږ د اوسني حکومت له مشرانو غواړو چې ژر تر ژره ویسا ازاد کړي. مطیع‌الله ویسا له هېڅ سیاسي بنسټ سره اړیکه نه درلوده او د ژوند ډېره برخه یې د دردېدلو افغانانو په خدمت کې تېره کړې ده. هغه هیچا ته ګواښ نه و او نه یې کوم سیاسي پروګرام درلود."

مطیع‌الله ویسا چې د زده‌کړو په برخه کې یې فعاليت کاوه، نږدې یوه نیمه میاشت مخکې د طالبانو حکومت د دوی په ضد د مشکوکو فعاليتونو په تور زنداني کړ، خو کورنۍ یې دا تور ردوي.

هغه اعلامیه چې دوه اوونۍ مخکې د قلم لار ټولنې له‌خوا خپره شوې وه، د طالبانو له حکومت څخه په‌کې غوښتل شوي و، چې د مطیع‌الله ویسا کورنۍ ته اجازه ورکړي چې له هغه سره وګوري، خو ویسا ته یوې نږدې سرچینې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه هم د مطیع‌الله ویسا کورنۍ د هغه د روغتیايي وضعيت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د دې ترڅنګ د شاعر او لیکوال ذبیح‌الله عیار د کورنۍ غړي ادعا کوي چې نږدې ۲۰ ورځې مخکې نوموړی د طالبانو د حکومت له‌خوا په غزني کې نیول شوی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د ذبیح‌الله عیار ورور احمد عیار: "د عیار په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو.

د ذبیح‌الله عیار ورور احمد عیار ازادي راډيو ته وویل: "د عیار په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. په دې ۲۰ ورځو کې په کابل او غزني کې هر دولتي ارګان ته ورغلي یو، کوم ځواب یې نه‌دی راکړی. طالبان نه وايي چې عیار ورسره دی او نه وايي چې څه جرم یې کړی دی."

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار ازادي راډيو ته تایید کړې وه چې ذبیح‌الله عیار د دوی له‌خوا د نظام ضد او مشکوکو کړنو له امله نیول شوی دی.

ذبیح‌الله عیار په وروستیو کې پر خپلې فېسبوک پاڼې په طالبانو او د حکومتولۍ پر ډول یې نیوکې کړې وې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مطیع‌الله ویسا او ذبیح‌الله د وضعيت او برخلیک په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د راپورنو پر بنسټ دا مهال د مطیع‌الله ویسا، ذبیح‌الله عیار او د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د مختلفو برخو ځینې فعالان د طالبانو په زندان کې دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو ګڼو نړيوالو بنسټونو د طالبانو له لوري د بشري حقونو او مدني فعالانو، خبریالانو او انتقاد کوونکو نیول غندلي و او د دې لړۍ د درېدو غوښتنه یې کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG