د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو کمپاين پيل شوی


افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې پنځه میاشتې مخکې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې پنځه میاشتې مخکې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستوفایا وايي، چې نن د جون په ۷مه نېټه یې د طالبانو له بند څخه د بهبودي د خوشې کولو لپاره ټویټري کمپاین پیل کړ.

نوموړې وايي: "له دې دردونکي رنځ څخه پنځه میاشتې تېرېږي، چې زه د خپل افغاني الاصله فرانسوي مېړه مرتضی بهبودي، چې لا هم د خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا زنداني دی کړېږم."

مرتضی بهبودي پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو له‌خوا ونیول شو.

د نوموړي مېرمن وایي، په پنځو میاشتو کې یې د خپل مېړه له‌خوا یوازې یو لیک د سره صلیب په مرسته تر لاسه کړی دی.

الکساندرا مستوفايا وايي: "له دې دردونکي رنځ څخه پنځه میاشتې تېرېږي، چې زه د خپل افغان الاصل فرانسوي مېړه، مرتضی بهبودي، چې لا هم د خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا زنداني دی کړېږم، د خلاصون په تمه یې یم. د مرتضی هڅه دا وه چې د هغو خلکو غږ پورته کړي چې په افغانستان او نړۍ کې د بیان د ازادۍ حق ترې اخیستل شوی او غوښتل یې چې د هغوی ملاتړ وکړي. اوس زما هیله دا ده چې موږ او تاسو د هغه غږ شو او زما یوازینۍ هیله دا ده چې مرتضی بېرته راشي."

تر دې وړاندې نوموړې امریکا غږ ته ویلي وو، چې مېړه یې په زندان کې د لاس یو بند 'بنګړی' ورته جوړ کړی و، دې له لیک سره د سره صلیب په مرسته تر لاسه کړ، چې په خبره یې د بهبودي لیک او د لاس نښې ته یې ډېره خوشحاله شوه.

د افغانستان د ژورنالېستانو د فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړي ابوذر صارم سرپلي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې بهبودي خوشې شي، خو په خبره یې دوی ته ویل شوي چې په نوموړی باندې تور د رسنیز فعالیت له امله نه‌دی.

نوموړی وايي: "هڅه کوو چې بهبودي خوشې شي، خو خبره دا ده چې موږ ته ویل شوي چې په بهبودي باندې تور د رسنیز فعالیت له وجې نه‌دی. زه خپله څو ځله د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته ورغلم، خو چې موضوع رسنیزه نه وي، موږ د غږ پورته کولو صلاحیت نه‌لرو."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد هم همدا خبره کوي، خو نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د بهبودي دوسیه محکمې ته تللې ده.

حماد وايي: "د بهبودي موضوع رسینزه نه وه، له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مداخله ونه‌کړه، د نورو ارګانونو اړوند وه، اوس یې موضوع محکمې ته تللې، محکمه چې هره فیصله وکړي هغه به بیا ابلاغ شي."

خو حماد دا ونه ویل چې نوموړی په کوم جرم نیول شوی دی.

د مرتضی بهبودي سربېره د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا هم له دوه میاشتو زیاته موده کېږي، چې د طالبانو په بند کې دی او له ورته نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

تازه وړمه ورځ په کابل کې انځورګر او شاعر حسیب الله احراري هم د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

مخکې تر دې د بېلابېلو برخو یو شمېر نور فعالان هم د طالبانو له‌خوا نیول شوي، چې بېرته بیا خوشې شوي دي، خو د مرتضی بهبودي د بند موده تر ټولو اوږده شوه او لا یې په دې اړه چې نوموړی په کوم تور نیول شوی د طالبانو حکومت هېڅ نه وايي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG