د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

طالبانو د غزني ځوان شاعر 'ذبیح‌الله عیار' نیولی


د غزني ولایت ځوان شاعر ذبیح الله عیار
د غزني ولایت ځوان شاعر ذبیح الله عیار

د غزني ولایت د یو ځوان شاعر ذبیح‌الله عیار کورنۍ وايي چې هغه د طالبانو حکومت نیولی دی.

د غزني ولایت د یوه ځوان شاعر ذبیح‌الله عیار د کورنۍ غړي وايي، له کله نه چې د طالبانو حکومت هغه نیولی نو دوی ته یې په اړه معلومات نه ورکول کېږي.

د ذبیح‌الله عیار ورور احمد عیار ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت د هغه ورور د کوچني اختر د لومړۍ ورځې ماښام مهال نیولی دی.

احمد عیار د خپل ورور د نیول کېدو د علت په اړه جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دوی نه پوهېږي ذبیح‌الله عیار دا مهال د طالبانو په حکومت کې په کوم ارګان کې زنداني او کوم برخلیک سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "عیار د اختر په لومړۍ ورځ مازدیګر پنځه بجې ونیول شو، موږ د غزني ولایت هر ارګان ته لاړو. په لومړۍ شپه د ملي امنیت ښاري څانګې راته زنګ وواهه او ویې ویل چې عیار له موږ سره بندی دی. اوس هر ځای ته چې ځو موږ ته وایي چې داکس له موږ سره نه دی بندي. څوک وايي کابل ته یې بولی، څوک وايي چې موږ نه دی راوستي. تر اوسه موږ د عیار په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي."

د عیار د کورنۍ غړي له طالبانو غواړي چې دغه شاعر ژر تر ژره خوشې کړي.

په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار که څه هم د ذبیح‌الله عیار د بندي کېدو د ځای په اړه څه ونه ویل، خو د هغه په وینا چې نوموړی د دوی د ځینو مشکوکو او د نظام د ضد کړنو له امله نیول شوی دی.

نثار وویل: "ذبیح عیار د شاعر او خبریال په توګه نه دی نیول شوی، بلکې د هغه دوسیه بل څه ده چې تر څېړنو وروسته به یې معلومات راشي."

ذبیح‌الله عیار په دې وروستیو کې په خپله فېسبوکپاڼه کې پر طالبانو او د هغوی پر حکومت نیوکې کړې وې.

د ځوان شاعر ذبیح‌الله عیار کورنۍ د طالبانو د حکومت له خوا د هغه د نیول کېدو خبره داسې مهال کوي چې د پوهنې برخې فعال او د قلم لارې بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا، افغان خبریال مرتضی بهبودي او ځینې نور مدني او سیاسي فعالان لا هم د طالبانو په بند کې دي، خو د دغو بندیانو په اړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره سره طالبانو لا هم دوی نه دي خوشې کړي.

د قلم لارې بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا
د قلم لارې بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو طالبان د بشري حقونو په سرغړونې او په ځانګړې توګه د خپلو منتقدینو په نیولو او شکنجه کولو تورن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG