د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې مطیع‌الله ويسا ژر تر ژره خوشې شي


د قلم لار بنسټ مسوول او د پوهنې برخې فعال، مطیع‌الله ویسا درې میاشتې وړاندې د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو.
د قلم لار بنسټ مسوول او د پوهنې برخې فعال، مطیع‌الله ویسا درې میاشتې وړاندې د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل یو ځل بیا د پوهنې د برخې د فعال مطیع‌الله ویسا چې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د پوهنې د حقونو دا فعال په خپلسري ډول نیول شوی او په دوامداره توګه د نوموړي په بند کې پاتې کېدل، د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د بیان د ازادۍ له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د قلم لار بنسټ مسوول او د پوهنې برخې فعال، مطیع‌الله ویسا درې میاشتې وړاندې د مارچ په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

که څه هم طالبانو د مطیع‌الله ویسا په اړه نوي څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و، چې نوموړی د نظام ضد او غیر قانوني فعالیتونو په تور نیول شوی، هغه ادعا چې د ښاغلي ویسا کورنۍ تل رد کړې ده.

د ویسا ورور، عطا الله ویسا ازادي راډيو ته د لیکلي پیغام په استولو وويل، د طالبانو حکومت دې ژر تر ژره مطیع الله ویسا را خوشې کړي او د هغه په بند کې ساتل دوی ته د توجیه وړ نه ده.

د قلم لار بنسټ غړې مرضیه حفیظي وايي، مطیع‌الله ویسا په تېرو ۱۴ کلونو کې یوازې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې کار او فعالیت کړی او هیڅ ډول سیاسي فعالیتونه یې نه درلودل.

نوموړې زیاته کړه، چې دوی او د ویسا کورنۍ د اختر په رارسېدو سره د هغه د خوشې کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو بریالي نه شول.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "زمونږ هڅې او زمونږ مبارزه هم په دې وروستۍ شپو ورځو کې همدا وه، چې لکه یو شمېر نور بندیان چې د اختر په مناسبت ازاده شول، ویسا دې هم ازاد شي، خو له بده مرغه داسې یو څه ونه شول. موږ او نړیوالو د ویسا د خوشې کېدو لپاره تل غږ پورته کړی، خو دا چې طالبانو د څه لپاره ویسا ساتلی او یا هم په کوم جرم یې ساتلی، دا تر اوسه ثابته شوې نه ده."

اغلې حفیظي په داسې حال کې د لوی اختر په مناسبت د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې، د لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ، د ۲ زره او ۱۷۸ بندیانو د خوشې کېدو، امر صادر کړی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

په خوشې شویو بندیانو کې یو هم د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، نورایل کلیوال دی، چې د وري په لومړۍ نېټه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

د ازادي رادیو خبریال وغوښتل له کلیوال سره خبرې وکړي، خو د راپور تر خپرېدو بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې برخې فعال مطیع‌الله ویسا، افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د شاعر، لیکوال او انځورګر حسیب احراري په ګډون یو شمېر مدني فعالان او خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي او برخلیک یې معلوم نه دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو په څو ځلي د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین دې ژر تر ژره خوشې کړي، خو طالبانو یې دا غوښتنه نه‌ده منلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG