د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

پوټزل: د نجونو پر زده کړو د بنديز پرېکړه یو طرفه او ډېری افغانان یې مخالف دي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل

د یوناما مرستیال وايي، ډاډه دی چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړه یوه طرفه ده او د طالبانو په ګډون د افغانستان ډېری خلک د دې احکامو مخالف دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل وايي، د نجونو زده‌کړې د بحث وسیله نه‌ده، بلکې دا هغه څه دي چې د بحث پر ځای پرې؛ بر عکس باید ټولې نجونې زده‌کړو ته پرېښودل شي.

پوټزل له 'یو این نیوز' سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان پرون په خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي: "زه ډاډه یم چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړه یوه طرفه ده او د طالبانو په ګډون د افغانستان ډېری خلک د دې احکامو مخالف دي."

خو پوټزل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د طالبانو په ګډون ډېری افغانان د دې حکمونو خلاف دي، نو ولې طالب چارواکي یې عملي کوي؟ زیاته کړه چې کندهار کې مېشت د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او هغه ته نږدې کړۍ د مذهبي او فرهنګي روایتونو په استدلال سره دا کار کوي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

خو پوټزل ټینګار کوي چې د مذهبي استدلال پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې اسلامي هېوادونه دا بندیزونه نه لري.

د یوناما مرستیال د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز د افغانستان د اقتصاد لپاره زیان رسوونکی بللی او زیاتوي، که دا محدودیت او بندیز دوام وکړي، هېڅکله به له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې ښې نه‌شي.

مارکس پوټزل د طالبانو د مشر او چارواکو هغه څرګندونې هم تر پوښتنې لاندې راوستي چې د نجونو د زده‌کړو بندیز یې له کلتوري او دیني مسایلو سره تړلی دی.

طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو سره سم، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او ترڅنګ یې تېر کال د ډسمبر په ۲۴مه نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تلو او نادولتي موسسو کې له کار کولو هم منع کړې.

طالبانو دې بندیزونو ته د اسلامي شریعت نوم ورکړ، خو د یوناما مرستیال وايي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لوی زیان افغانانو ته رسېدلی او نه یوازې دا چې د دوی د مرستو رسولو بهیر یې زیانمن کړی، بلکې هغه کورنۍ یې ډېرې ځپلي چې سرپرستي یې هغو ښځو کوله چې دې ادارو کې یې کار کاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال په خپله مرکه کې د یوناما د ماموریت پر وړاندې امنیتي ستونزو ته هم اشاره کړې او داسې مهال چې طالب چارواکي د افغانستان د خوندیتوب ادعا کوي، مارکس پوټزل داعش خراسان څانګه د خپل ماموریت پر وړاندې لوی ګواښ بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښاغلي پوټزل د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو پوټزل دا د طالبانو لپاره یو فرصت بولي چې د افغانانو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او زیاتوي، که د افغان نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته اجازه ورکړي، فکر کوي چې افغانستان به یو ځل بیا نړیواله ټولنه کې مدغم شي او تر څنګ به یې نړیوال تمویل کوونکي هم له افغانستان سره په خپلو اړیکو بیا غور وکړي.

ترهګرۍ سره مبارزه، بشري په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او ټولشموله حکومت هغه درې مهم مسایل دي چې له نړیوالې ټولنې سره یې د طالبانو اړیکې د کړکېچ تر حده رسولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG