د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د برېتانيا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: کابل سفارت باید بیرته پرانیزو


ټوبیاس ایلووډ - د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر
ټوبیاس ایلووډ - د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر

په داسې حال کې،چې برېټانیا د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه پېژني، د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیا ایلووډ، په کابل کې د بریتانیا د سفارت پرانیستو غوښتنه کړې ده.

هغه، چې په وروستیو کې افغانستان ته تللی و، ټلېګراف ورځپاڼې ته یوه مقاله کې چې پرون خپره شوې لیکلي، په افغانستان کې د واقعي پرمختګ شاهد دی او باور لري، چې طالبانو سره د خبرو وخت را رسیدلی.

ټوبیاس ایلووډ، چې یې ورور هم د سخت دریځو له‌خوا وژل شوی زیاتوي، طالبان یې نه خوښېږي، خو په افغانستان کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ، ترهګرۍ او ټولیزې کډوالۍ د بل پړاو د مخنیوي لپاره باید د دوی له اوسني حکومت سره همکاري وشي.

ایلووډ د طالبانو د اوسني حکومت د لاسته راوړنو یادونه هم کړې او لیکلي، افغانستان اوس ډېر امن دی، اداري فساد کم شوی، د نشه‌يي توکو کرکیله او قاچاق کم‌رنګه شوی او پکې د خلکو ازاد تګ راتګ زیات شوی دی.

ټوبیاس ایلووډ د افغانانو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو ترڅنګ، په افغان نجونو او ښځو د طالبانو سخت بندیزونه هم یادوي او وایي، پوهېږي چې ۹ نهه میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه‌ځي، مګر د دوی د ښې راتلونکې لپاره مرستو ته د جوړولو یوازینۍ لاره تعامل دی.

د افغان نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونو طالبانو ته په نړیواله کچه سرخوږی جوړ کړی
د افغان نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونو طالبانو ته په نړیواله کچه سرخوږی جوړ کړی

د برېټانیا د دفاعي کمېټې مشر دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د حالاتو د ښه کېدو لپاره باید لوېدیځ یوه عملي سټراټېژي جوړه کړي.

بل لورته: د سیاسي مسایلو شنونکى اسحق اتمر د طالبانو د اوسني رژیم کړنو او سیاست ته په کتو وايي، نړیواله ټولنه په داسې حالاتو کې هیڅ وخت له طالبانو سره تعامل نه غواړي.

نوموړی وايي: "د نړیوالو لپاره د تعامل زمینه په دې مساعده نه‌ده چې طالبان بشري حقوق نه مراعتوي، طالبانو د ښځو تعلیم بند کړی، په ښځو بندیزونه دي، نور مشکلات دي چې طالبانو په خلکو راوستي د‎ي. د اوس لپاره زه داسې فکر نه کوم چې نړیوال دې ته چمتو شي چې طالبان په رسمیت وپېژني، بلکې دا هغه قدمونه دي چې دوی کوښښ کوي له طالبانو په یوه وخت کې په خپله ګټه استفاده وکړي."

واک د طالبانو له بیا ځلي رسېدو نږدې دوه کاله په پوره کېدو دي، خو د ایران، چین، روسیې او پاکستان په ګډون چې د طالبانو خورا خواخوږي ګڼل کېږي، هيڅ هېواد د دوی اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو اوسني حکومت په ځلونو له نړیوالې ټولنې سره د تعامل خبره کړې، خو د نړیوالې ټولنې له‌خوا یې د تعامل د پیل لپاره وړاندیز شوي شرایط چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مراعت، د ټول شموله حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره بې‌توپیره مبارزه ده، نه‌دي منلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG