د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په انګلستان کې یوه کېله په ۳۰ زره پونډه وپلورل شوه


کیله‌ای که در شهر سوتهام انگلستان از سوی بنیاد خیریه قمر به حراج گذاشته شده بود.
کیله‌ای که در شهر سوتهام انگلستان از سوی بنیاد خیریه قمر به حراج گذاشته شده بود.

یو خیریه بنسټ په یو نمایشي بولۍ کې یوه کېله په ۳۰ زره پونډه وپلورله.

یو افغان سوداګر په لندن کې د قمر خیریه بنسټ له لوري هغه کېله په ۳۰ زره پونډه چې ۳۷زره امریکايي ډالره کېږي واخیسته چې په یو نمایشي بولۍ کې پلور ته وړاندې شوې وه.

د قمر خیریه بنسټ مسوول رحمت الله نوروز وايي، د بولۍ دا مراسم د لندن په لوېدیځ 'سوتهال' سیمه کې ترسره شول.

د ده په خبره په دې مراسمو کې ۳۰۰ کسانو برخه اخیسته.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د مراسمو له پیل وړاندې د کېلې د بولۍ په اړه ګډونوالو ته جزییات نه وو ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه: "ګډونوالو دا هیله نه درلوده چې بحث به د کېلې بولي یا پلور وي. غوښتل مې چې ګډونوال احساساتي کم، افغانان جذباتي خلک دي، احساساتي پرېکړې یې خوښېږي، غیرتیان دي، د خیر په کار له شک پرته خلک هڅېږي. موږ بولۍ له ۱۰ پونډه پیل کړه او ګڼو کسانو تر لس زره پونډه وغوښته، وروسته بولي ۱۵ او بیا ان ۳۰ زره پونډه ته ورسېده او دا اول وار چې د خیریه برنامو په تاریخ کې ترسره کېږي."

د نوروز په خبره، بولۍ ته د کېلې د وړاندې کولو هدف ساعت تېرۍ نه بلکې د بې وزلو افغانانو لپاره د پیسو راغونډول وو.

دی وایي، په دې پیسو په افغانستان کې ۱۵ یتیمو ماشومانو ته کورونه جوړوي.

نوموړی زیاتوي: "دا پیسې چې په دې مراسمو کې راټولې شوې دا د یتیمانو برخې ته ځي، یتیمانو ته پرې کورونه جوړېږي. موږ ته د استوګنې یو کوچنی کور چې یوه خونه، یو تشناب او یو پخلنځی لري جوړو. اوس چې دوی په کومو کورونو کې ژوند کې د اوسېدو نه دي چې انسان په کې ارام ژوند وکړي، نو دا پنځلس کورونه دي چې جوړېږي او د دې ترڅنګ سږ کال موږ د یتیمو ماشومانو لپاره د ۶۰ کورونو د جوړولو بودجه راپیدا کړې ده، په دې برخه کې موږ توانېدلي یو چې ۹۰ زره ډالره راټولې کړو."

رحمت الله نوروز وايي، دوی هغه یتیمو ماشومانو ته کورونه جوړوي چې لږترلږه د کور د جوړېدو لپاره ځمکه ولري.

هغه افغان سوداګر د قمر بنسټ په نمایشي بولۍ کې کېله پلورلې نه غواړي نوم یې خپور شي، خو د نوروز په خبره په روانه روژې میاشت کې یې له دې بنسټ سره چې په المان، بریتانیا، هالنډ او افغانستان کې فعالیت لري نږدې یو لک ډالر مرسته کړې ده.

رحمت الله نوروز په افغانستان کې روان اقتصادي بحران ته په کتو چې له امله یې ۲۸ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې له سیاست ور اخوا د اړمنو او بې وزله افغانانو د ژوند د ښه کېدو او له دوی سره د مرستې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG