د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

عظیمي: زمونږ د خیریه بنسټ د جوړېدو موخه د مرستو ټولول او پر اړمنو وېشل دي


ارشیف: اړمنو افغانانو سره د مرستې له بهیره یو انځور
ارشیف: اړمنو افغانانو سره د مرستې له بهیره یو انځور

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو د کچې د لوړېدو له امله په کور دننه د مرستندویه بنسټونو د جوړولو شمېر زیات شوی دی.

عبدالله د یوې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.

نوموړی وايي چې اوس وزګار دی او په ډېرې سختۍ خپل ژوند مخته وړي.

اوس روژه هم راروانه ده بېخي حیرانه یو چې څه وکړو.

هغه وویل: "بې کاري ده اقتصادي وضعه خرابه ده. د موسسې مرستې مونږ ته نه رسېږي، غریبو خلکو ته نه رسېږي، ان غریبان پرې خبرېږي هم نه. اوس روژه هم راروانه ده بېخي حیرانه یو چې څه وکړو. اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو."

د کابل ښار اوسېدونکی او دولت یو متقاعد کارکوونکی چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې له دوو کلونو راهيسې يې تقاعد نه دى ترلاسه کړى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

نوموړی وايي، مرستندویه بنسټونه دې متقاعدین په خپلو لېستونو کې ونیسي.

خیریه موسسې دې دغه متقاعدین په لېستونو کې ونیسي ځکه د روژې میاشت نږدې ده.

هغه وویل: "تقریباً دوه نیم کاله پوره کېږي، خو هېڅ متقاعد په افغانستان کې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي. خیریه موسسې دې دغه متقاعدین په لېستونو کې ونیسي ځکه د روژې میاشت نږدې ده. د روژې میاشت په خاطر، د انساني کرامت په خاطر دې، مونږ سره مرسته وکړئ."

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو د کچې له لوړېدو له امله په کور دننه د مرستندویه بنسټونو د جوړولو شمېر زیات شوی دی.

د دغو بنسټونو مسوولان ادعا کوي چې له دې کار د دوی موخه اړمنو سره مرسته کول دي.

د 'شفق خیریه او ټولنیزو خدمتونو بنسټ' مسووله یلدا عظیمي وايي، دوی سږ کال په افغانستان کې فعالیت پیل کړی او اوس چې د روژې مخه ده، نو دوی اړمنو کسانو سره د مرستو د راټولولو کمپاین هم پیل کړی دی.

عظیمي ازادي راډيو ته وویل چې له دې بنسټ له جوړولو د دوی موخه د مرستو راټولول او پر اړمنو کسانو یې وېشل دي.

هغې زیاته کړه: "کومې پيسې چې موږ د دې موسسې په جوړولو کې لګولي، ښايي زما د ماشومانو د درې کالو مصرف پرې شوی وای، خو ما غوښتل چې د خپلو خلکو لاس ونیسم. په ځينو موسسو کې ځینې ستونزې شته او ناوړه ګټنه شوې او له همدې امله د ډونرانو اعتماد او باور له منځه تللی."

ارشیف: کابل کې مرستو ته منتظرې اړمنې ښځې
ارشیف: کابل کې مرستو ته منتظرې اړمنې ښځې

د امام جواد خیریه بنسټ مسوول صمیم نوري، چې ادعا کوي له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې فعالیت کوي، اړمنو کسانو ته د خپل بنسټ له خوا د مرستو وېشلو د څرنګوالي په اړه خپل نظر شریک کړ.

هغه وویل: "کله چې یوه کورنۍ زنګ وهي، د هغوی لپاره د راجسټرېشن فورمه چمتو کېږي، بیا په حضوري توګه بررسي کېږي، وروسته له بررسي د مرستې په فورمه کې شاملېږي او بیا دوی مرسته ترلاسه کوي."

د مرستندویه بنسټونو مسوولان وايي، دوی مرستې تر ډېره له شتمنو، سوداګرو او یا هم له لویو مرستندویه موسسو څخه ترلاسه کوي او بیا یې پر اړمنو کسانو وېشي.

فرید احمد جرمني مېشتی افغان وایي، کومې پيسې چې له شتمنو خلکو او له خپلوانو یې راټولوي، په ځينو مواردو کې يې له مستحقو کسانو سره د مرستې په موخه په افغانستان کې خيريه موسسو ته ورکوي.

موږ هیله لرو چې دا مرستې هغو خلکو ته ورسېږي چې په رښتیا هم مستحق دي."

هغه وویل: "موږ افغانان کله ناکله د خپلوانو او یا هم له ملګرو څخه پیسې راټولوو او کله کله د خیریه بنسټونو له لارې، په افغانستان کې له مستحقو خلکو سره مرسته کوو. موږ هیله لرو چې دا مرستې هغو خلکو ته ورسېږي چې په رښتیا هم مستحق دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تازه شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

مخکې یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د ژوند د ناسم وضعیت، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي او له د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنې، چې له دوی سره مرستې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG