د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د ننګرهار کانال شرکت ۳۱ بې وزلو مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړې


د ننګرهار په کانال کې یو شمېر کاریګرې مېرمنې
د ننګرهار په کانال کې یو شمېر کاریګرې مېرمنې

د ننګرهار کانال شرکت د ملي پراختیا پروګرام په چوکاټ کې یو شمېر بې وزله مېرمنې چې ډېرو ته یې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده، هره یوه یې د کانال په درېیم فارم کې د ورځې په یو من غنمو د کرنې بېلابېلې چارې ترسره کوي.

دلته په کار بوختې ښځې وایي، له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي او غواړي چې د دوی لپاره د کار دغه پروسه دوامداره وساتل شي.

  • کونډه زربي بي خپل د ۵ کسیزې کورنۍ لپاره هم دلته په دنده بوخته ده

زر بي بي له خپلې یوازنۍ انږور سره چې دواړې کونډې هم دي، د خپلې بې وسۍ کیسه کوي وایي، خوشاله دي چې د خپلو سیمو په کروند کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

زر بي بي زیاتوي، له دې وړاندې یې ژوند له ډېرو کړاوونو ډک و ، خو اوس ددې کار له امله توانېدلې خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته نفقه برابره کړي:

نوموړې وايي: "کور کې درې ماشومان لرو چې یو د لسو او بل د اتو کالو هلکان دي او یوه د لسو کلو نجلۍ ده، انږور مې شل کلنه ده، زه او انږور مې دواړه کونډې یو، دا کار چې پیدا شو ډېرخوشاله یوو چې له دې نور هم دوامداره شي نو ښه به وي، څو ټولو لویو او وړو او غریبانو او مسکینانو ته کار پیدا شي او هر څه ورته ورسېږي او ټول خوشاله وي."

  • بې وزلې سبحانې ته هم دلته د کار زمینه برابره شوې

سبحانه بیا یوه بله بې وزله ښځه ده چې د کرنې په چارو بوخته ده وايي، دغه کار ته په دې خاطر خوشاله ده چې هم د ځان لپاره کار کوي او هم د خپلې سیمې د کرنې د پیاوړتیا لپاره زیار باسي.

نوموړې زیاتوي: "بېل هم کوو او کوډ هم، هر څه چې په کروندو پورې اړه لري، هغه کارونه کوو، غریبان یوو، څوک کونډې دي او څوک بې وزله، څه به کوو، په دې کار خوښ یو."

د ننګرهار کانال شرکت بې وزله مېرمنو ته یو من غنم د حق الزحمې په شکل ورکوي

د ننګرهار کانال شرکت وایي، هره ورځ دغو مېرمنو ته چې په فارمونو کې په کرنیزو چارو بوختې دي، یو من غنم د حق الزحمې په شکل ورکوي او دا چاره له بې کارۍ او بې وزلۍ سره د مبارزې یوه اغېزناکه لاره ده.

د ننګرهار په کانال کې بې وزله کاریګرې مېرمنې له دې کاري فرصته خوښ دي.
د ننګرهار په کانال کې بې وزله کاریګرې مېرمنې له دې کاري فرصته خوښ دي.

د دغه شرکت د مسؤلینو په خبره، تر اوسه ورسره ۳۱ مېرمنې چې ډېری یې کونډې او بې وزله دي، په کرنیزو چارو بوختې دي او په خبره یې، هڅه یې دا ده چې دغه چاره وغځوي څو لا ډېرو ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د ننګرهار کانال شرکت د مطبوعاتو مسؤل سید همایون غریبمل ازادي راډيو ته وویل، مېرمنو ته د کار کولو د زمینې په برابرولو کې لومړیتوب هغو مېرمنو ته ورکوي چې بې وزله او د ګټې وټې څوک یې نه وي.

ښاغلي غریبل زیاته کړه: "دا ځل هم ملي پراختیا شرکت رهبرۍ غوره وګڼله چې د خوړو په بدل کې د کار لپاره خویندو ته هم کاري زمینه برابره کړي چې دم ګړۍ موږ سره ۳۱ مېرمنې په کار او زیار بوختې دي او له دې لارې ځان او خپلو بچو ته یوه مړۍ نفقه حلاله پیدا کوي."

د ننګرهار کانال شرکت د مسؤلینو په خبره، له دې وړاندې یې هم د پنبې په راټولولو کې ښځو ته کاري زمینه برابره کړې وه.

په کرنیزو چارو کې بې وزلو مېرمنو ته د کار زمینه په داسې حال کې برابرېږي چې لا هم په ننګرهار کې ډېری بې وزلې ښځې شته چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG