د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د کونډو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کونډې ښځې په کوم وضعیت کې دي؟


ارشیف، کابل کې کونډه بي بی ګل له خپلو درېیو بچیانو سره
ارشیف، کابل کې کونډه بي بی ګل له خپلو درېیو بچیانو سره

نن د جون ۲۳ مه د کونډو مېرمنو لپاره نومول شوې نړېواله ورځ ده.

دغه ورځ په نړۍ کې په داسې حالې کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې کونډې مېرمنې د حکومت او مرستندویه بنسټونه له لورې دوی ته، د نه پاملرنې له امله انتقاد کوي.

د شپېته کلنې قندي ګل خاوند له نن څخه شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال په جګړه کې وژل شوی او دا یې په ژوند کې ملګرتیا بې برخې شوې ده.

قندي ګل چې دواړه پښې یې فلج دي، دې او د دې ژوند ته د مرستندویه بنسټونو د نه پاملرنې له امله انتقاد کوي.

هغه زیاتوي: "له ماسره هېڅ چا همکاري نه ده کړې، خپله مې کار کړی او خپل ژوند مې پرمخ وړی، زامنو او لورګانو مې په خپل حال پرېښودم او راڅخه لاړل، که باور نه کوئ راشئ له نږدې زما حال وګورئ."

قندي ګل ۵ زامن او دوه لورګانې لري، هغه چې د خپل زوی کره اوسېږي وايي، نورو زامنو یې پر خپل حال پرېښوده او ترې لاړل.

آرشیف
آرشیف

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دغه هېواد کې د کونډو مېرمنو ستونزو ته په اشارې وايي، په افغاني ټولنه کې د کونډې مېرمنو ژوند دیو لړ ټولنیزو مسایلو له امله هم ښه نه دی، ځکه په خبره یو شمېر دوی اجازه نه لري چې بیا ځلي واده وکړي.

ددې وزارت ویاند رویا دادرس وايي: "له بده مرغه هغه بنسټیزې ستونزې چې په افغانستان کې ورسره کونډې مېرمنې لاس او ګریوان دی، هغه په افغاني ټولنه کې یو ځوانې کونډه مېرمنې ته د دې اجازه نشته چې بیا ځلي واده وکړي."

که څه هم په افغانستان کې د کونډو مېرمنو دقیق شمېر نه دی معلوم خو د احصایې ملي ادارې د ۱۳۹۵ کال د شمېرو له مخې شاوخوا ۵۷۰ زره کونډې مېرمنې په افغانستان کې ژوند کوي.

د دې ادارې ویانده روبینا شهابي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي: "هغه شمېر چې د احصايي ملي ادارې سره د تېر ۱۳۹۵ کال موجودې دي، د همغه کال در ارقامو له مخې په ټول افغانستان کې ۵۷۰ زره کونډې مېرمنې شته."

ویل کېږي چې ډ ډېرو دغو ښځو مېړونه په جګړو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کونډو مېرمنو د ښه ژوند لپاره یو شمېر پرګرامونه تر لاس لاندې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "هغه مېرمنو چې مېړونه یې په جګړو او چادونو کې وژل شوي، یو اندازه پېسې د حکومت له لوري ورته په نظر کې نیول شوي دي."

د ښاغلي احمدزي په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت کونډو او نورو بې وزله مېرمنو ته د کارموندنې په برخه کې هم هڅه کوي.

ملګرو ملتونو د جون ۲۳ مه نېټه ددې لپاره د کونډو نړېوالې ورځې ته ځانکړې کړې چې وکولای شې ددې ورځې په مناسبت دغو مېرمنو ته د مرستندویه بنسټونو لخوا د مرستې یو وسیله شي.

XS
SM
MD
LG