د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

په افغانستان کې د سولې لپاره او د جګړې پر ضد غږونه د پراخېدو په حال کې دي


په پاکستان کې له قبایلي سیمو، خېبر پښتونخوا او بلوچستان راپورته شوی د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ په الهام او ملاتړ په افغانستان کې دننه، د سولې او پر روانې جګړې د اعتراض غږونه او د مدني او ولسي فعالانو اعتراضي ناستې او پرلتونه له یوې ورځې بلې ته پراخېږي.

په افغانستان کې د کوزو پښتنو د حق غوښتنې په ملاتړ او د ډیورند په دواړو غاړو کې د سولې د غږ د پورته کولو لپاره څو اوونۍ مخکې په کابل کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو او ولسي ځوانانو د پرلت خیمه ووهله.

دوی نه‌یوازې دا چې په پاکستان کې یې د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ ملاتړ څرګنداوه، بلکې په افغانستان کې یې هم د روانې جګړې له ښکېلو لورو غوښتل چې د افغانانو د وژنې روانه لړۍ دې پای ته ورسوي.

خو کله چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د دې پرلت پر خیمه چاودنه وشوه، یو تن په‌کې ووژل شو او څو نور ټپیان شول، نو د دې اعتراضي غونډو لمن د افغانستان یو شمېر نورو ولایتونو لکه هلمند، مزار شریف، پکتیا او کندز ته هم پراخه شوه.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ځوانانو د هغو اعتراضي خیمو تر څنګ چې له طالبانو او د جګړې له نورو ډلو د سولې غوښتنه کوي، د سې شنبې په ورځ یو شمېر ښځو هم د پرلت خیمه ووهله.

د دې مېرمنو څخه یوې یې ازادي راډیو ته وویل:

"هلمندۍ خویندې هم ستاسو تر شا ولاړې دي او تاسو سره په دې ولسي حرکت کې ملاتړې دي، دلته چې هره مور راغلې، په دې درد راغلې چې چا خپل زوی له لاسه ورکړی، چا خپل خاوند او یا د کورنۍ کوم بل غړی له لاسه ورکړی او نور نه‌غواړي چې روانه جګړه دې، نورې میندې کونډې او بورې کړي، دا چې دلته په دې خیمه کې راټولې شوې یوو، موږ له خپلو نارینه‌وو سره یوځای د سولې لپاره ناره پورته کوو."

هلمند چې پرله‌پسې جګړې تر نورو سیمو ډېر ځپلی، په‌کې د پرلت نارینه او ښځینه برخه‌وال له طالبانو او د جګړې له نورو خواو غواړي چې نوره دې روانه جګړه پای ته ورسوي.

په مزار شریف کې چې د سې شنبې په ورځ لسګونه ځوانان د پرلت په یوه اعتراضي خیمه کې راټول شوي وو، د افغان ژغورنې په نوم وروستي اعتراضونه‌یې د سولې لپاره یو فرصت وباله.

د دې تحصن یو تنظیموونکی ذبیح‌الله احساس دی، نوموړي راته په پرلت کې د راټولو شویو فعالانو د غوښتنو په اړه وویل:

"نه‌یوازې د ډیورند له کرښې دې خوا، بلکې له امو تر اباسینه چې د افغان د ویښتابه کوم غږ راپورته شوی دی، دا د سولې لپاره یو فرصت دی، نه‌یوازې افغانستان او پاکستان حکومتونه، بلکې هغه نړیوال چې د سولې غوښتونکي دي، باید له دې فرصته ګټه واخلي، کله چې د ډیورند کرښې هاغاړه ولسونه ناره پورته کوي چې د دوی خاوره دې د افغانستان پر ضد نه‌کارېږي، دا غږ باید واورېدل شي او باید بدرګه شي."

نوموړي وویل چې دوی په دې پرلت کې له وسله‌والو طالبانو هم غواړي چې جګړه دې پای ته ورسوي او د خبرو لاره دې خپله کړي.

د ښاغلي احساس په خبره، د دوی دا اعتراضي غونډې به دوام وکړي او لا به‌یې پراخه کړي.

په کابل کې د افغان ژغورنې د پرلت یوه تنظمیوونکي ژورنالېست او سیاسي فعال اباسین بریال وايي، د ډیورند د کرښې دواړو غاړو ته د روانې جګړې سرچینه یوه ده، ځکه خو باید د دواړو غاړو ولسونه د ژغورنې دا غږ له یو بل سره بدرګه کړي.

نوموړي وویل، په دې اعتراضونو غواړي چې د افغان وژنې پر ضد د مبارزې داعیه تر خلکو ورسوي.

د ښاغلي بریال په وینا، دوی غواړي طالبانو ته وریاده کړي چې که دوی رښتیا پردۍ جګړه پر مخ نه‌وړي، نو د دوی د غوښتنو د پوره کېدو لپاره سوله‌ییزې لارې رامنځته شوي.

ښاغلي بریال وویل:

"که طالبان رښتیا خپلواکي غواړي، قانون کې بدلون راولي، نو دوی ته د سولې په برخه کې بهترین فرصت برابر شوی، د یوه سیاسي ګوند په توګه دې رامخې ته شي، اوس باید طالبان دا پرېکړه وکړي چې له ترهګرو سره دي، پردۍ جګړه پر مخ وړي او که نه رښتیا هم له جګړې ستړي دي او له افغان وژنې لاس اخلي او د جګړې له بندېدو سره مرسته کوي."

د اباسین بریال په وینا، ولس رښتیا ستړی دی او که لاس‌یې پاکستان ته چې د ده په وینا، د دې جګړې تر شا دی نه‌رسېږي، خو تر هغو نیابتي جنګیالیو یې رسېدای شي چې د افغان وژنې روانه جګړه‌یې د بل په لمسون روانه ساتلې.

اباسین بریال ټینګار وکړ چې په کابل او ولایتونو کې په دې پراخېدونکو غونډو کې راټولېدونکي معترضین یوازې له جګړې د ستړي افغان ولس استازیتوب کوي او په هېڅ ګوند او سیاسي لوري پورې تړلي نه‌دي.

په کابل او نورو ولایتونو کې د روانو اعتراضونو تنظیموونکي وايي، که د جګړې ښکېل لوري د دوی د سولې غږ وانه‌وري، نو دا ډول ولسي اعتراضونه به له یوې ورځې بلې ته پراخ شي او د جګړې پر ضد په یو پیاوړی ولسي دریځ رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG