د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د سولې ولسي حرکت د دولت او طالبانو د نویو اعلان شویو عملياتو پرضد مظاهره وکړه


ارشیف، په غزني کې د اوربند په اړه د خلکو غږ
ارشیف، په غزني کې د اوربند په اړه د خلکو غږ

په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت سلګونو غړو د یوې مظاهرې له لارې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه او د افغان دولت او طالبانو له خوا د نویو اعلان شویو عملياتو غندنه یې وکړه.

دغو لاریون کوونکو چې د اوربند شعارونه يې ورکول، وويل چې نور باید ورور وژنه او افغان وژنه بس شي.

دوی وویل:

"زما نوم عطالله دی، نن موږ د ولسي حرکت د مشرانو په غوښتنه دا مظاهره کړې، موږ نه د خالد عمليات منو او نه د الفتح عمليات منو، بس دی نور، په دې جنګونو کې ماشومان یتيمان شول، ښځې کونډې شوې، نور دې دا وژنې بس شي."

"خيال یم، زموږ د ولس غږ دا دی چې اوربند غواړي او نن موږ د سولې ولسي حرکت غړو په ټول هېواد کې دا غږ پورته کړ چې نور جنګ بس دی او عاجل دې اوربند شي"

لاريون کوونکو د افغان حکومت له لوري د (خالد) او د طالبانو له لوري د الفتح عمليات وغندل او په پای کې یې یو پرېکړه لیک هم خپور کړ چې په کې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه شوې وه.

په دې پرېکړه لېک کې راغلي:

"د سولې ولسي حرکت له طالبانو او افغان حکومته په جدي ډول غواړو چې د خالد او الفتح په نوم پیل شوي عمليات ژر بند کړي او اوربند اعلان کړي، همدارنګه پر دواړو لورو غږ کوو چې د بین الافغاني سولې مذاکرات پيل کړي."

د سولې د ولسي حرکت غړو په وینا، روانو پرديو جګړو دوی ته يوازې او يوازې دردونه او انځورونه په ميراث پرې ايښي دي.

دوی وايي، د دې ولسي حرکت غړي به په ټولو ولایتونو کې د جګړې پرضد غږ پورته کوي، تر هغه به خپله مبارزه روانه ساتي، تر څو په هېواد کې د جګړې ټغر ټول شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG