د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

خوستیو ښځو وسله والو طالبانو ته د سولې غوښتنلیک ولېږه


طالبانو ته د خوستیو مېرمنو لیک
طالبانو ته د خوستیو مېرمنو لیک

د شنبې د ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست ولایت د جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو شااوخوا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه يې وکړه چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.

دوی وویل چې په افغاني دود وسله والو طالبانو ته ځولۍ غوړوي چې له دې پردۍ، بې پایلې او خونړۍ جګړې لاس واخلي او خپلو کورونو ته دې راستانه شي.

دوی د وسله والو طالبانو په عنوان یو لیک صادر کړ چې لسګونو ښځو او نجونو پرې ګوتې لګولې وې او په دې لیک کې ښځو هغه دردونه او ناخوالې ذکر وو چې دا مهال ورسره افغانان لاس او ګرېوان دي.

د دې ناستې یوې ګډونوالې تقوا ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې وسله وال طالبان به يې غږ او لیک ته مثبت ځواب ووايي.

دې وویل:

"دا وسله والو طالبانو ته د خوستیو مېرمنو پیغام دی، نو دا به واقعاً تاثیر ولري، ځکه په دې کې د هغو افغان مېرمنو د زړونو هغه درد دی چې له جګړو يې لیدلی، هغه څه يې بیان کړي چې ورسره مخامخ شوې دي، نو دا لیک به په دې هیله چې یو څه تاثیر به پرې ولري."

د غونډې یوې ویناوالې سهیلا انوري وسله والو طالبانو ته د ښځو لیکلی لیک ولوست چې په کې راغلي وو، په جګړه کې ښځې تر ټولو ډېر زیان ویني.

د غونډې یوه ویناواله سهیلا انوري

په لیک کې زیاته شوې، دواړو خواوو ته وژل شوي کسان مېرمنې، میندې او خویندې لري او د طالبانو د کورنیو ښځې هم د دې جګړې له کبله کونډې، بورې او بې وروره کېږي.

په لیک کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوي، چې له جګړې لاس واخلي او خپلو کورونو ته راستانه شي.

د یادې غونډې برخوالو ښځو په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ، خو ويې غوښتل چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو ونډه هم له پامه نه غورځول کېږي او په دې خبرو کې باید د ښځو حقوق او ازادي ضایع نه شي.

سهیلا انوري وايي، د هرې بشري ټولنې نیمايي برخه ښځې جوړوي او نارینه نشي کولی چې هغه له پامه وغورځوي.

دوی غوښتنه کوي چې په دې ټولنه کې که د هر ډول او بدلون په اړه خبرې کېږي، ښځې هم باید برخه په کې ولري.

یوه بله مدني فعاله پلوشه وايي چې جګړې د دې ټولنې په ټولو قشرونو منفي اغېز کړی او د دوی ژوند يې له ګواښ او ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د خوست یوه مدني فعاله پلوشه

خوست چې یوه دودیزه او کلتوري سیمه ده او ښځې په کې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ دي، دا ډول کار چې وسله والو طالبانو ته د سولې غوښتنې او د جګړې د ختمولو لیک پکې ولېږل، یو نوی ګام بلل کېږي.

د خوست ښځینه مدني فعالانې داسې وخت دا اقدام کوي چې د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ عملاً د سولې د خبرو اترو یو بل پړاو پیل شوی دی.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG