د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

یو بنسټ: په افغانستان کې د کوکنارو د کر کمښت به بریتانیا کې هیرویینو ته لاسرسی کم کړي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د بریتانیا په پالیسۍ کې د بدلون بنسټ وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لږوالی به په بریتانیا کې هيرويينو ته لاسرسی لږ کړي.

د بریتانیا په پالیسۍ کې د بدلون بنسټ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه وړاندوینه کړې ده.

د دې بنسټ لومړۍ سناریو یا وضعیت دا دی چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه به د طالبانو د حکومت پرېکړه دوام و نه کړي، ځکه که ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ ميلادي کلونو ته وګورو، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو له حکم څخه د نړیوالو مرستو او نړیوالې ټولنې د همکارۍ جلبولو لپاره کار اخیستل کېږي، له دې بوټي سره د بزګرو اقتصادي اړیکو ته په کتو سره دا مسئله کولای شي چې خلک د طالبانو د حکومت پر وړاندې ودروي یا لږ تر لږه ناراضه شي.

د دې بنسټ د دوهم وضعیت وړاندوینه دا ده چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت لګېدلی بنديز به همداسې پاته وي، د دې وضعیت په پايله کې به په نړیوالو بازارونو کې د تاریاکو او هيرويينو بيې لوړې شي، په سيمه کې به د کوکنارو کښت دود شي او نشه يي موادو د جوړولو لپاره به لابراتوارونه هم ځای پر ځای شي.

د درېیم وضعیت وړاندوینه دا ده که نور هېوادونه د نړیوالو بازارونو غوښتنه پوره نه کړي د نشه يي موادو وضعیت به نور هم خراب شي، په اروپا، په تېره بیا بریتانیا کې به معتادین د ښیښې او فینټالین په ګډون نورو نشه يي موادو ته مخه کړي.

دې برتانوي بنسټ ليکلي، سږکال په مني کې به دا ثابته شي چې ایا د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې جدي دی که نه؟

د دې بنسټ په وینا، په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به په نړیوالو بازارونو کې د هغو هېرویینو د کموالی اغېز روښانه شي چې په افغانستان کې جوړېږي.

په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو څېړنو ښودلې وه چې، په دې کال کې د نړۍ تر اتیا سلنه ډېر تاریاک په افغانستان کې توليد شوي وه.

د بریتانیا د روغتیايي بنسټونو څېړنې ښيي چې په دې کال کې له څلوېښتو څخه تر پنځه څلوېښت سلنه پورې مصرف شوي هيرويين د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي او بریتانیا څخه ته قاچاق شوي وه.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزير اميرخان متقي په کابل کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال منلې چې، افغانستان په تېرو شلو کالو کې نړۍ ته د نشه يي موادو لوی صادروونکی هېواد و.

هغه وویل: "افغانستان چې د نړۍ په کچه د تاریاکو لومړی توليدوونکی هېواد و دا کار هم د اقتصاد یوه برخه وه، نن که ته معتادین راټولوې او د کوکنارو کښت بندوې، طبعاً به اقتصاد ته تاوان رسېږي."

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، په تېرو شلو کالو کې د افغانستان اتیا سلنه تاریاک يوازې له هلمند څخه لاس ته راتلل چې د دې ولایت ډېره برخه د طالبانو په واک کې وه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوهان په نړۍ کې د اعتیاد ستونزې ته په کتو سره په يوه ځل د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو توليد کمول خطرناک کار بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سروې پخوانی رییس سید نجيب الله احمدي وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمولو سره دا اړتیا ليدل کېږي چې باید په نړۍ کې د نشه يي موادو غوښتنه د سيمې نور هېوادونه پوره کړي.

هغه وویل: "د سيمې او سيمې څخه ها خوا هېوادونو کې د نشه يي موادو غوښتنه شته، که افغانستان د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، باید یو بل هېواد دا قرباني ورکړي چې په نړۍ کې د دومره ډېرو معتادینو اړتیاوي پوره کړي او هغوی ته نشه يي مواد ورسوي."

که څه هم تر دې مهاله په روان کال کې د کوکنارو د کښت په اړه ملګرو ملتونو او طالبانو حکومت د خپلو سروې ګانو راپورونه نه دي خپاره کړي، خو د ځينو بنسټونو اټکلي سروې ګاني ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت خورا ډېر کم شوی دی.

له بلې خوا ځينو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې، د کوکنارو له کښت سره د بزګرو اقتصادي اړیکو ته په کتو سره د طالبانو د حکومت له خوا د پرمختیايي پروګرامونو د نشتوالي په صورت کې به په يوه ځل د کوکنارو د کښت منع کول په افغانستان کې بې‌وزلي ډېره کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG