د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

ډاکټران: پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د معتاد د درملنې بهير ګډوډوي


ارشیف
ارشیف

متخصص ډاکټران وايي، په افغانستان کې پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د ډېرېدو په حال کې دي چې دې کار د معتادینو د درملنې بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.

سردارګل د اتو اولادونو پلار دی چې اعتیاد له کندهار څخه تر فراه پورې رسولی دی.

دی پر یوه وخت څو ډوله نشې کوي او هغه نشه يي مواد چې دی ډېره اړتیا ورته لري په فراه ولایت کې اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای فراه ته کډه شوی دی.

سردارګل دوه ځله د معتادینو د درملنې په مرکزونو او یو ځل يې هم د طالبانو د حکومت په زندان کې نشه پرې ايښې ده، خو هغه ګډوډي چې پر یوه وخت د څو ډوله نشه يي موادو د استعمال له امله د ده په ذهن کې پيدا شوې، اوس د تل لپاره د نشې پرېښودل ورته ګران شوي دي.

سردارګل وايي: "پنځلس کاله کېږي چې زه معتاد شوی یم، لومړی مې د ښیښې نشه کوله او وروسته په هيرويينو معتاد شوم، بیا طالبانو د کندهار په زندان کې شپږ میاشتې بندي کړم او هلته نشه راڅخه پاتې شوه، له زندان څخه چې راخوشي شوم فراه ته راغلم او دلته بېرته معتاد شوم."

سردارګل وايي، د ده اعتیاد د دې سبب شوی چې اوس يې اولادونو او مېرمنې ته پوره خواړه نه رسېږي، ځکه دی په ورځ کې پنځوس یا سل افغانۍ پيدا کوي چې نیمې يې کورنۍ ته ورکوي او په پاتې نيمو پیسو نشه يي مواد رانيسي.

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکی صوفي ضیاالحق وايي، ساقيان یا د نشه يي موادو خرڅوونکي د وخت په تېرېدو سره بازر ته نوي ډول نشه يي مواد راوړي، که معتادین د پخوانيو نشه يي موادو له لارې نشه نه‌شي، مجبوره دي چې نوي ډول نشه يي موادو ته مخه کړي.

دی وايي: "تر دېرش کاله ډېر وخت کېږي چې زه د نشه يي موادو عملي یم، له تارياکو څخه نيولې بیا تر هيرويينو او ښیښې پورې. که نشه يي مواد په يوه سيمه کې نه وي معتاد نشه پرېښودلای شي او په کور کې يې هم پرېښودلای شي."

تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پورې په افغانستان کې تر ډېره حده هغه نشه يي مواد استعمالېدل چې له نشه يي بوټو څخه په لاس راځي، لکه تاریاک او چرس، خو د معتادینو د درملنې مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې په همدې کال د کيمياوي نشه يي موادو توليد هم پيل شو، ډېری هغه معتادین چې پخوا به يې د تاریاکو یا چرسو نشه کوله، اوس يې د نشه يي ګولیو، ښیښې او هيرویینو نشو ته مخه کړې ده.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر محمد نعمان پوپل وايي، په پرله‌پسې او دوامداره ډول نشه کول د دې سبب کېږي چې معتاد له یوه ډول نشه يي موادو سره عادي شي او نور يې دا مواد خمار نه ماتوي، په دې صورت کې معتاد مجبور دی چې بل ډول نشه يي موادو ته مخه کړي.

ښاغلی پوپل وايي: "کله چې د نشه يي موادو اندازه ډېره شوه، د وجود زغم هم ورسره ډېرېږي، کله چې د وجود زغم ډېر شو معتادین مجبوره کېږي چې د نشه يي موادو اندازه نوره هم ډېره کړي. بله خبره د بازار ده، په بازر کې د پخوانيو موادو ځای نوي نشه يي مواد نيسي، په دې صورت کې معتاد کوښښ کوي د نشه يي موادو هغو نوو ډولونو ته مخه کړي او تجربه يې کړي چې ساقيانو بازار ته راوړي وي."

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې مرکزونو څېړنې ښيي چې، د بیا معتاد کېدو یا ريلپس (Relapse) یو علت پر یوه وخت د څو ډوله نشه يي موادو استعمال دی، ځکه دغه ډول وضعیت د معتاد په وجود کې ګډوډي راولي او دا ګډوډي د دې سبب کېږي چې د درملنې بهير ناکامه شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
XS
SM
MD
LG