د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۰۲

معتادین: اعتیاد زموږ څخه د اختر خوښۍ او معنوي ارزښتونه اخيستي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان
يو شمېر پر نشه روږدي کسان

بې سرپناه معتادین وايي چې، له کورنۍ څخه ليرېوالي او بې‌وزلۍ له دوی څخه دژوند خوښۍ اخيستي او ان دا چې د اختر خوښي يې هم له لاسه وتلې او بېرته په لاس نه ورځي.

(۳۲) کلن ظاهر له اتو کالو راهیسې نشه کوي، دی په دې موده کې يوازې درې ځله کور ته تللی او د خپلې کورنۍ له غړو سره يې د څو دقيقو له پاره ليدلي دي.

دی وايي چې تر اعتیاد مخکې مور او پلار مینه ورسره کوله او د اختر په ګډون يې د خپلوانو په ټولو دودیزو مراسمو کې برخه اخیسته.

"اختر راځي، ولاکه زما ورته پام شوی وي چې اختر کله راغی او کله تېر شو.

ظاهر چې دوه رنګه جامې یې اغوستي وايي چې، د اختر په ورځ کې يې هم په ماړه نس ډوډۍ نه ده خوړلې.

نوموړی وايي: "اختر راځي، ولاکه زما ورته پام شوی وي چې اختر کله راغی او کله تېر شو. د نشه يي موادو په فکر کې دومره ډوب یم چې کورنۍ، خپلوان او ملګري ټول راڅخه هېر شوي دي. نه پوهېږم چې اوس د غرمې دوولس بجې دي او که ماذيګر دی، ما ډوډۍ نه وي خوړلې، کله چې نور خلک د سهار ناری کوي ما د غرمې ډوډۍ هم نه وي خوړلې، کله چې خلک د ماښام ډوډۍ خوري زما تازه د غرمې ډوډۍ ته پام شي. د خوړو او جامو له‌خوا ډېر خوار یم."

يو شمېر پر نشه روږدي کسان
يو شمېر پر نشه روږدي کسان

د بلخ ولایت اوسېدونکی سمير چې له ايران څخه راشړل شوی او له څلورو کالو راهیسې په هرات ښار کې اوسېږي، د ښار له ډېرانونو څخه پلاسټيکونه راټولوي او په هغه پیسو ځان ته نشه يي مواد رانيسي.

سمير وايي چې، په دې موده کې هيڅ وخت د اختر رارسېدلو او تېرېدلو مانا نه ده ورته درلودلې.

سمير وايي: "که مې عمل نه کولای، هم به په اختر، هم به د مور او پلار په احترام او هم به مې خپل قوم او خپلوان پېژندلای، اوس د نشې پيسې له کومه کړو. اختر خو پرېږده، ولاکه پوهېږم چې اختر دی که د جمعې ورځ ده چې ترېږي."

د افغانستان په ډېری ښارونو کې داسې بې سرپناه معتادین اوسېږي چې کورنیو يې شړلي او د کورنیو همکاري نه کول د دې سبب شوې چې ډېر معتادین تر يو ځل درملنې وروسته بېرته په نشو اخته شي.

ارواپوهان وايي چې د کورنۍ مهرباني له اعتیاد څخه د معتاد په ژغورلو او درملنه کې اساسي ونډه لري.

"یو څوک چې نشه کوي او معتاد شوی وي، د هغه له پاره په ژوند کې تر ټولو غوره شی نشه يي مواد دي

په کابل کې د معتادینو د درملنې د یوه مرکز ارواپوه هارون توپان وايي چې، اعتیاد په انسان کې معنویات او ارزښتونه وژني چې په دې ډول معتاد له ټولنې څخه ګوښه کېږي.

نوموړی وايي: "یو څوک چې نشه کوي او معتاد شوی وي، د هغه له پاره په ژوند کې تر ټولو غوره شی نشه يي مواد دي چې په څه ډول يې ترلاسه کړي. د اجتماعي اړیکو په لړ کې له خپلوانو کره نه شي تلای، ځکه چې د دوی په مغز کې د ارزښتونو ځای نشه يي موادو نیولی وي. یو معتاد د دې پر ځای چې په اختر کې نوي کالې واغوندي او د خپلوانو کره ولاړ شي، یوه زړه بوجۍ يې په لاس کې وي او په کوڅو کې قطۍ او نور شيان ټولوي چې له دې لارې نشه يي مواد ترلاسه کړي."

ټولنپوهان کورنیو ته وړانديز کوي چې د کورنۍ له غړو سره مينه کول، هغوی د نشې پرېښودلو ته هڅوي او د نشې تر پرېښودلو وروسته د خوشحالۍ په مراسمو کې د هغوی ګډون د دې سبب کېږي چې له لاسه وتلی باور بيرته ترلاسه کړي او د تل له پاره له نشو څخه لاس واخلي.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG