ارواپوهان وايي له کورنیو څخه د معتادینو لرېوالی د دې سبب کېږي چې د هغوی درملنه ښه پايله ونه لري او د کورنۍ له ملاتړ پرته بېرته د معتادینو له ټولۍ سره یو ځای کېږي.
۴۸ کلن ګلزمان د دوو ماشومانو پلار دی او تر نشو مخکې د موټرو د رانیولو او خرڅولو کاروبار کاوه، اقتصادي وضعیت یې ښه و او کله ناکله به یې له بېوزلو خپلوانو سره هم مالي مرسته کوله.
دی وايي چې تر نشو وروسته یې لومړی کار پرېښود او وروسته یې ورو ورو اقتصادی وضعیت خراب شو.
ګلزمان وایي چې پنځلس کاله کېږي خپله مېرمن او ماشومان یې نهدي لیدلي او خپلوانو هم هېر کړی دی.
نوموړی وايي: "پنځلس کاله کېږي چې کور ته نه یم تللی. پخوا چې پر کور وم ژوند مې ښه و، پلار چې پر خپل کور او اولادونو حاضر نهوي خامخا ستونزې پېښېږي. دلته پيسې نهلرم چې کور ته ولاړ شم، موږ ته څوک کار نه راکوي او باور نه راباندې کوي، که چا ته ووايې چې زه کار کوم، وايي نه ته عملي يې، پر عملي سړي څوک دومره باور نهکوي."
ګلزمان تر اوسه پنځه ځله د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې نشه پرې ايښې ده، خو هر ځل تر نشې پرېښودلو وروسته چې په کابل ښار کې له معتادینو سره یو ځای شوی، په نشو اخته شوی دی.
د بلخ ولایت اوسېدونکی اکمل څلور کاله مخکې له ايران څخه فراه ولایت ته راوشړل شو او له څلورو کالو راهيسې په فریدون کلا کې له معتادینو سره یو ځای اوسېږي، خو تر اوسه يې هوډ نه دی کړی چې په بلخ ولایت کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
نوموړی وايي: "کور مې په مزار شريف کې دی، دلته راغلی یم د پوډرو او ښیښې نشه مې کړې او پيسې مې مصرف کړي دي. دا دی يو کال تېر شو چې کور ته نه یم تللی او خپل ټليفون مې هم خرڅ کړ. اوس د همدې عمل له لاسه کور ته نهشم تلای."
اکمل پروسږ کال په مني کې د طالبانو د حکومت په زندان کې نشه پرېښوده، خو په یوه اوونۍ کې يې دومره وخت هم پيدا نهکړ چې د لارې کرايه وګټي او خپلې کورنۍ ته ولاړ شي، په دې ولایت کې د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د دې سبب شوه چې اکمل د يوې اوونۍ په بهير کې بېرته معتاد شي.
ارواپوهان وايي، که څه هم اعتیاد يوه ذهني ناروغي ده او انسان له ذهني پلوه تر حد زیات له ځانه سره تړلی ساتي، خو د کورنۍ ملاتړ کولای شي چې دا ناروغ له معتادینو څخه لرې وساتي او د وخت په تېرېدو سره يې له نشه يي موادو سره ذهني تړاو کم شي.
د معتادینو د درملنې ارواپوه تميم سنجاني وايي، که کورنۍ د معتاد ملاتړ ونهکړي، له کوره يې وشړي او یا پام ورته ونهکړي، د ناروغ د اعتیاد دوام د دې سبب کېږي چې د کورنۍ جوړښت ویجاړ شي.
تميم وايي: "د معتاد چلند بدلون مومي، پر ځان يې باور کمېږي، د پلار او زوی، پلار او لور او مېرمنې او مېړه تر منځ اړيکې زيانمنېږي او ان دا چې د جلا کېدو سبب کېږي."
د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د معتادینو مراجعه او معتادینو د راټولولو شمېرې ښيي، ډېری بې سرپناه معتادین چې د افغانستان په لویو ښارونو کې ژوند کوي د خپلو کورنیو ملاتړ نه لري او کورنیو شړلي دي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: