د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ځینې کروندګر: طالبان له بدیل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړوي


طالبانو په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

ارشیف: د طالبانو له لوري په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو ویډیو

په کاپيسا ولایت کې بزګرو بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړې او د طالبانو حکومت د دوی د کښتونو ويجاړول پيل کړي دي.

معمار آغا پروسږ کال د کاپيسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د ژمي په لومړیو کې تر یوه جریب کمه ځمکه کې کوکنار وکرل او هيله يې درلوده چې طالبان به د تېرو شلو کالو په شان له کوکنارو سره کار و نه‌لري او د پخوا په ډول به له دوی سره د کوکنارو د کښت په برخه کې همکاري وکړي.

خو د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د معمار آغا د کوکنارو کښت ویجاړ کړ او ده ته يې د دې کښت هېڅ بديل نه‌دی ورکړی.

معمار آغا وايي: "خلک دا هيله لري چې باید یو بديل يې وي، اوس چې يې د کوکنارو کښت ویجاړ کړ باید پر ځای يې یو بديل هم وي چې دا تشه ډکه کړي، د کار زمینه برابره کړي او خلک بوخت وساتي. فکر نه‌کوم چې په راتلونکي وخت کې څوک کوکنار وکري."

معمار آغا چې له ۲۹ کالو راهيسې د خپلې ۱۲ نفري کورنۍ لپاره نفقه برابروي، وايي چې د کورنۍ لپاره د روزۍ پيدا کولو وسيله يې يوازې کښت او کرونده ده.

د کاپيسا ولایت اوسېدونکي وايي، په وروستیو لسو کالو کې د دې ولایت په ځينو سيمو کې جګړې روانې وې او هلته کوکنار هم کرل کېدل، خو طالبانو يې مخه نه نيوله.

د دې ولایت د کوهبند ولسوالۍ یو بل بزګر الله محمد چې د طالبانو حکومت يې تازه د کوکنارو کښت ویجاړ کړی دا اندېښنه لري چې سږکال به یې د بديل کښت پرته او روا حاصلاتو لپاره د بازار نشتوالی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

الله محمد وايي: "تاسې وليدل چې زموږ د کوکنارو کښت ویجاړ شو، بل کار او غريبي هم نه وه، زموږ خلکو ډېرې خوارۍ او تکليفونه ليدلي دي. اوس باید اسلامي امارت له موږ سره مرسته وکړي، کله چې چای، بوره، اوړه او غوړي نه وي، د اولادونو لپاره روزي پيدا کول مشکل کار دی."

د کاپيسا ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مديریت کارکوونکی قاري ولي‌الله وايي، د کوکنارو د کښت د ویجاړولو ترڅنګ يې د کوکنارو د کښت په تړاو تر څلوېښت ډېر بزګران هم نيولي دي.

نوموړی وايي: "د سروې د برخې مسوول موږ ته راپور راکړی و چې په کاپيسا ولایت کې ۱۶۰ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي، موږ اوس د دې کښت ویجاړول پيل کړي او دا کار دوام لري. تر اوسه مو ۱۸۳ جريبه کښتونه ویجاړ کړي او څه چې پاتې دي د هغو د ویجاړولو کار هم روان دی."

کاپيسا له هغو ولایتونو څخه ده چې له ۲۰۱۲ ميلادي کال راهيسې د کوکنارو له کښت څخه پاک ولایت اعلان شوی و، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو اندازې ته په کتو سره ليدل کېږي چې دا ولایت بیا د هغو سيمو په لېست کې شامل شوی چې ډېر کوکنار په کې کرل شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه دلاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG