د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

هرات کې طالب چارواکو له نیول شوېو نشه يي توکو یوازې شراب له منځه وړي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې هرات کې دومره ډېر شراب له منځه وړل کېږي چې نور نشه يي مواد په کې نشته.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر ملاحیات الله روحاني وايي، د دوی ځواکونو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څه د پاسه دوه زره لېټره شراب نیولي دي.

روحاني زیاته کړه: "دوو میاشتو کې د نشه يي موادو د کاروبار په تور سل کسان نیول شوي، دغه ډول له ځینو دوکانونو او کارخانو څخه هم دوه نیم زره لېټره شراب را ټول او دوسیې مو محکمو ته سپارلي دي."

د هرات ښار
د هرات ښار

په تېر حکومت کې تر کابل او ننګرهار وروسته هرات درېیم ولایت و چې ډېر نشه يي مواد به په کې نیول کېدل، خو د طالبانو حکومت د تېرو شپږو میاشتو په بهير کې د نیول شوېو نشه يي موادو په اړه راپور نه دی ورکړی.

د طالبانو د حکومت محلي چارواکي د نیول شویو نشه يي موادو کره شمېره نه ده ښودلې، خو ادعا کوي چې دوی پرېمانه بېلابېل نشه يي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي دي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال مولوي حفیظ الله مبرور وايي، تردې مهاله د نیول شوېو نشه يي موادو په اړه دوی ته د مرکزې حکومت له لوري ځانګړې لارښوونه نه ده شوې: "ډېر نشه يي مواد نیول شوي او دا مهال له موږ سره شته، خو له منځه وړلو په برخه کې یې د مرکزي حکومت امر ته په تمه یوو چې دوی یې په اړه څه پرېکړه کوي؟"

مدني فعالان د شرابو نیول ستايي او د طالبانو له حکومته غواړي چې له ټولو نشه يي موادو سره یو ډول مبارزه وکړي.

د هرات ولایت مدني فعال احمد ولي وايي، د دوی ولایت کې نشه يي موادو ځوانانو ته ډېر زیان اړولی دی، په کار ده چې د طالبانو حکومت د هر ډول نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو مخه ونیسي: "دا چې هرات ولايت کې يې شراب له منځه يووړل د دې کار هرکلی کوو، ښه کار یې کړی دی، هیله لرو چې کوکنارو ته هم پاملرنه وکړي او د کښت مخه یې ونیسي، د هېواد پولي کنټرول کړي، یوازې د نشه يي موادو سوځول کافي نه دي، باید هغه کسان هم ونیسي چې نشه يي مواد د پرچون په بڼه خرڅوي."

د طالبانو محلي حکومت په داسې حال کې یوازې شراب له منځه وړي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن او ملګري یې د طالبانو حکومت څاري چې بيا د نشه يي موادو په کاروبار کې ښکېل نه شي.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

XS
SM
MD
LG