د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو او زېرمو نظامي عمليات ډېر شوي


په وروستيو مياشتو کې د نشه يي موادو جوړولو پر کارخانو او زېرمو باندې د پولیسو نظامي عمليات ډېر شوي دي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د روان شمسي کال له تېرې مياشتې څخه بيا تر اوسه پورې د نشه يي موادو پر کارخانو او ذخیرو باندې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو جوړولو څه د پاسه لس ذخیرې ویجاړې کړي او لسګونه ټنه نشه يي مواد یې له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار ازادي راډیو ته وویل، تر دې مهاله د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو په ګډې همکارۍ (۴۶۷) ځمکني او هوايي نظامي عمليات ترسره شوي دي.

دی وایي:

"زموږ عملیات ډېر شوي دي، په تېره یوه میاشت کې مو (۴۶۷) عملیات کړي او (۵۶۷) تورن کسانو مو هم نیولي دي، د نشه يي موادو شپږ لابراتوارونه او شپږ ذخیرې ویجاړې شوي، (۱۴۴) ټنه نشه يي مواد نیول شوي او وروسته سوځول شوي دي، وروستي عملیات د (۳۷۷) نمبر غونډ په همکارۍ د شپې له خوا د هلیکوپټرو په واسطه تر سره شوي دي."

د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ هوايي نظامي عملیات چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې پیل شوي، تر دې مهاله یې په هلمند، فراه، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي موادو د جوړولو لسګونه کارخانې ویجاړې کړې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي، هغه نظامي عمليات چې په وروستیو دوو میاشتو کې ترسره شوي، مشري يې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس کوي چې دا عمليات د افغانستان نورو ولایتونو، آن دا چې د کابل ولايت ځینو سیمو ته هم غځېدلي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وايي، د نشه يي موادو پر کارخانو باندې نظامي عملیات د حل لاره نه ده، د دې ستونزې د حل اصلي لاره دا ده چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه ونيول شي.

دې وویل:

"هغه ولایتونه چې کوکنار پکې کرل کېږي او يا لوی قاچاق کوونکې پکې اوسېږي، معلوم دي، د نشه يي موادو واړه مرکزونه او سرچینې له منځه وړل مثبته نتيجه نه لري، بس هسې د وخت ضایع کول دي، ځکه تاسې ولیدل چې د هلمند جګړه د نشه يي موادو جګړه وه، نو باید د نشه يي موادو ريښې له بېخه و ایستل شي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کارخانو ويجاړولو سره سم د نشه يي موادو زېرمې هم ويجاړې او په ورته وخت کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هم وځپي.

په ورته وخت کې مېرمن ترین وړاندیز کوي چې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره بايد افغان دولت له همکارو هېوادونو سره په ګډه نړیوال قاچاق کوونکي هم ونیسي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG