د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

امریکا په ننګرهار کې له هغو بزګرانو سره مرسته کوي چې کوکنار نه‌کري


د امریکا متحده ایالاتو د ننګرهار ولایت له هغو بزګرانو سره تر ۲۲ میلیونو ډېره مرسته کوي چې کوکنار نه‌کري او یا یې کښتونه اړول شوي وي.

په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین چې له یوې میاشتې راهیسې روان وو، د سلګونه جریبه ځمکو په اړولو سره پای ته ورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د کوکنارو د کښت له پیل څخه بيا تر اوسه پورې یې بزګرانو ته په درېیو پړاوونو کې پوهاوی ورکړی او له دوی څخه‌يې غوښتي چې کوکنار ونه‎کري، خو له دې ټولو سره سره بیا هم په روان کال کې د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو له سفارت او جرمونو سره د مبارزې او قانون د تطبیق ادارې یا «INL» د ګډ تفاهم له مخې به د کوکنارو د کښت اړولو په صورت کې له دې ولايت سره د بدیل معيشت په برخه کې ۲۲،۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي او د دې مرستو لړۍ په عملي ډول پیل شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي

دی وايي:

"د ننګرهار والي له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت سره په همغږۍ د امریکا له «INL» ادارې سره یو تفاهم‎لیک لاسلیک کړی چې له مخې به‌يې له ننګرهار سره «۲۲،۵» میلیونه امریکايي ډالر مرسته کېږي، د دې مرستو بهير په عملي ډول پيل شوی دی، دا پیسې به بزګران وهڅوي چې د کوکنارو کښت له‌منځه یوسي."

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په هغو سیمو کې چې هلته کوکنار کرل کېدل د بدیل معیشت او نورې انکشافي پروژې نه‎دي عملي شوي، ځکه نو د دې سيمو بزګرانو بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د سیګار په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په روان کال کې د کوکنارو کښت زیات شوی او په بدخشان، کندهار، هلمند، نیمروز او ان د افغان حکومت تر واک لاندې سیمو کې هم د کوکنارو کښت زيات شوی دی.

د ننګرهار له نشه‎يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس صافي ازادي راډیو ته وویل، موږ ته له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت په روان کال کې پلان راکړی و چې ۱۵۰۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړو، خو د نا امنۍ له امله مو ونه‌شوی کولای چې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې دا پلان عملي کړو.

دی وايي:

"له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت د پلان له مخې د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین ترسره شو چې تر دې مهاله نږدې زر هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده. هغه سیمې چې ناامنه وې، لکه د شیرزادو او حصارک ولسوالۍ، هغه مو په خپل پلان کې نه‌دي شاملې کړي، ځکه ۱۵ کاله کېږي چې دا ولسوالۍ نا امنه دي."

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له جرمونو سره د مبارزې او قانون د تطبیق ادارې ویلي و چې ترڅو په يوه ولايت کې د کوکنارو د کښت په ۱۰۰ کې ۸۰ له‌منځه نه‌وي وړل شوي، له دوی سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نه‎کوي.

خو ښاغلی صافی وايي، دوی د کوکنارو د زر هکتاره ځمکې په اړولو سره دې ادارې ته قناعت ورکړی چې له بزګرانو سره ۲۲ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د غږیز راپور لپاره‌یې لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG