د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۰

امریکا په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې میلیونونه ډالر لګولي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د سيګار اداره وايي چې امریکا په افغانستان کې په تېر یوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر دېرشو ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

د افغانستان د بیا رغونې د څار امريکايي بنسټ یا سيګار په درې میاشتني راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ملاتړ پروګرام محدود شوی او دوی اوس په دې برخه کې په غير مستقيم ډول مرستې کوي.

په دې راپور کې راغلي چې د امريکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د جمهوریت له نسکورېدو سره سم خپلې مستقيمې مرستې ودرولې، خو یوازې يې له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې په غير مستقيم ډول تر دېرشو ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

له دې پيسو څخه يې ۲۴ ميليونه ډالر ملګروملتونو ته د دې لپاره ورکړي چې د کوکنارو د کښت په اړه سروې وکړي، لس اعشاریه درې ميلیونه ډالر يې په افغانستان کې د تاریاکو د قاچاقو د مخنيوي لپاره مصرف کړي او څلور اعشاریه اته ميلیونه ډالر يې هم د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د استعمال د زيانونو په برخه کې په عامه پوهاوي لګولي دي.

سيګار ويلي چې دا پيسې د طالبانو حکومت ته په مستقيم ډول نه‌دي ورکول شوي او ډېری پروژې يې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې او دې سازمان د پرمختیايي ادارو له لارې عملي شوي دي.

د سيګار په راپور کې راغلي چې د نړیوالې ټولنې لپاره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې مهمه ده، ځکه د نشه يي موادو د کښت او تولید په اړه ترلاسه شوي شمېرې کولای شي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د راتلونکو اقداماتو لوری وټاکي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر ظفر وايي، د نشه يي موادو مشترک خطر ته په کتو سره، دا اړتیا ليدل کېږي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږي ډېره شي.

ښاغلی ظفر وايي چې پر افغانستان د واکمنۍ ادعا ته په کتو سره، د طالبانو حکومت دا مسئولیت لري چې له نشه يي موادو سره د نړیوال امنیت او سولې لپاره د یوه لوی خطر په توګه مبارزه وکړي.

نوموړی وايي: "که بهرنیان له دوی سره مرسته و نه‌کړي، طالبانو ته به له نشه يي موادو سره مبارزه ګرانه وي، خو دا چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، که وغواړي کولای شي چې نشه يي مواد په اسانۍ سره له منځه یوسي، که دوی امر وکړي په ټولو کليو کې د دوی ملګري اوسېږي، هغوی کولای شي چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي او یا يې کښت ويجاړ کړي، که طالبان وغواړي د نشه يي موادو له منځه وړل د دوی لپاره ګران کار نه‌دی."

د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره، د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له خپلو کلنیو مرستو څخه یوولس ميلیونه ډالر کم کړل او له افغانستان سره د ټولو مرستو د رسولو چارې يې هم ملګروملتونو ته ورسپارلې.

ځکه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، که څه هم د طالبانو د حکومت د راپور له مخې دوی د کوکنارو ځينې کښتونه ويجاړ کړي او یو شمېر تاریاک يې هم نيولي دي، خو اوس هم له نشه يي موادو سره د مبارزې څرنګوالی پوره نه‌دی روښانه.

تازه د ملګروملتونو په مشرۍ د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ډېری هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید د دوام په اړه اندېښنه وښوده.

خو د طالبانو حکومت وايي چې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو د تولید او استعمال په اړه يې د خپل مشر د فرمان له مخې په بریالیتوب سره د کوکنارو د کښت مخه نيولې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تازه ويلي، دوی بريالي شوي چې د روان فصل په درېیو مياشتو کې، نږدې زر جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
XS
SM
MD
LG