د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د درملنې د امکاناتو نشتوالی؛ معتادې ښځې: مجبوره یو درد وزغمو


ارشیف: افغانستان کې په نشه يي توکو اخته مېرمن
ارشیف: افغانستان کې په نشه يي توکو اخته مېرمن

د بامیان ولایت معتادې ښځې شکایت کوي چې دوی د روغتيايي امکاناتو د نشتوالي له امله دې ته مجبوره شوي چې نشو ته دوام ورکړي.

نګاره یوه ۴۲ کلنه مېرمن ده چې د بامیانو د ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي.

دا چې له درېیو کالو راهيسې نشه کوي وايي، لومړی يې خاوند معتاد و او د وخت په تېرېدو سره دا هم ورسره معتاده شوه.

نګارې ازادي راډيو ته وويل چې معتاد مېړه يې د دې او اولادونو ژوند تريخ کړی دی.

هغې زیاته کړه: "زه او زما اولادونه يې څو ځله ډبولي دي، داسې ورځ هم راغلې چې زه يې په تېشه وهلې یم او چاقو يې راباندې راایستلی دی، زما مشر زوی به يې ډېر واهه، څو ځله يې زه له کوره شړلې یمه."

د نګارې په وینا، بې‌وزلي، د روغتيايي امکاناتو نشتوالی او ټولنې ناسم چلند پر معتادو ښځو د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

د بامیانو معتادې مېرمنې وايي چې روغتيايي خدمات په واک کې نه لري.

د نګارې تر څنګ، لسګونه داسې معتادې مېرمنې شته چې له کورني او ټولنيز تاوتریخوالي سره مخ دي.

۳۶ کلنه فرزانه چې د څلورو اولادونو مور ده همداسې تریخ ژوند لري.

دا له څلورو کالو راهيسې نشه کوي چې اوس د خپل ورور په مالي مرسته په کابل کې د معتادینو د درملنې په يوه خصوصي روغتون کې بستري ده.

فرزانه وايي چې ګاونډيانو څو ځله وځوروله، اخير دې ته مجبوره شوه چې نشه پرېږدي.

هغې وویل: "د شپې ټول ګاونډيان زموږ د کور پر شاوخوا راټول شول، ويل دلته څه خبره ده؟ دا ساقي خانه ده چې تاسې نیمه شپه ځئ او راځئ؟ موږ عمليان خلک یو، نه مو د تلو راتلو، نه د ډوډۍ او نه هم د کېناستلو وخت معلوم دی، اخير مجبوره شوم چې له هغه کوره راووځم او روغتون ته راشم، آن دا چې د خپل کور دروازه مې هم قلف نه کړه، ما ويل تا زما سره وفا و نه کړه."

په افغانستان کې معتادې مېرمنې وايي چې د دوی د ستونزو د حل کولو لپاره هېڅ ځای او ادرس نه شته.

د ۱۴۰۰ شمسي کال د عقرب په میاشت کې د طالبانو حکومت د معتادینو راټولولو بهير پيل کړ، په دې معتادینو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وه چې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته یووړل شول.

د سرطان د میاشتې پنځمه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله ورځ وه، په دې مناسبت د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې وويل چې د نړۍ له هرو دریو معتادینو څخه يوه يې ښځه ده.

دا راپور ښيي چې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې يوازې یو بستر ښځو ته ځانګړی شوی دی.

د طالبانو تر دویمې واکمنۍ مخکې، یعنې په ۱۴۰۱ شمسي کال کې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې دوه اتیا مرکزونو فعالیت درلود چې له دې مرکزونو څخه يوازې پنځه مرکزونه ښځو او ماشومانو ته ځانګړي شوي وه.

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې په افغانستان کې معتادې مېرمنې روغتيايي خدمات په واک کې نه لري او د دې ترڅنګ د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار هم وي.

په بامیانو کې د ښځو د حقونو يوې فعالې مهديې رضايي ازادي راډيو ته وويل: "بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او په ټولنه کې د معتادو نارینه وو موجودیت د دې سبب کېږي چې ښځې نشو ته مخه کړي، د ټولنې دې پوړ ته ډېر زیان رسېږي، دوی روغتيايي خدمات په واک کې نه لري، دا د دولتونو وظيفه ده چې د ټولنې ټولو اقشارو، په تېره بیا ښځو ته چې ډېر زیان ورته سېږي روغتيايي خدمات وړاندې کړي."

موږ وغوښتل چې د معتادو ښځو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو د دې راپور تر چمتو کولو پورې د طالبانو د حکومت د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس سيف الرحمن محمدي زموږ پوښتنې ته جواب ونه وایه، خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت تر دې مخکې د معتادو مېرمنو د درملنې په برخه کې مالي او تخنيکي ستونزې منلي او ويلي يې دي چې هڅه کوي د معتادو ښځو د درملنې غير فعال مرکزونه بېرته فعال کړي.

د راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

----------------------
راپور: منصور خسرو

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG