یو کال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو د طالبانو حکومت تر دې مهاله نهدی توانېدلی چې بزګرو ته د بديل کښت اسانتیاوې برابرې کړي.
که څه هم د طالبانو حکومت د متحدهایالتونو په ګډون، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې، د بزګرو لپاره د بديل کښت مرستې دې د دوی د حکومت په واک کې ورکړي، خو تر اوسه هيڅ يوه هېواد هم دې ته غاړه نهده ايښې چې په دې برخه کې په مستقيمه توګه د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
یوازې چاپان هغه هېواد دی چې، په افغانستان کې يې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته هم خپل مرستو ته دوام ورکړی او د بديل کښت په برخه کې يې له بزګرو سره مرستې کړي دي، خو تر دې مهاله دا مرستې د طالبانو د حکومت پر ځای د ملګرو ملتونو د ادارو لهخوا لګول کېږي.
د رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تازه ويلي، په کابل کې يې د جاپان له سفير سره د ملاقات پر مهال له جاپان څخه غوښتي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې مرستې دې په مستقيم ډول د دوی د حکومت په واک کې ورکړل شي.
ښاغلي حنفي د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې د طالبانو د حکومت پروګرام بریالی یاد کړی او نشه يي مواد يې د ټولې نړۍ لپاره یو خطر بللی دی.
ده زياته کړې چې له نشه يي موادو سره مشترکه مبارزه یوه اړتیا ده.
د طالبانو حکومت بزګرانو ته توصيه کړې چې د کوکنارو پر ځای دې بديلو کښتونو ته مخه کړي، خو بزګران شکايت کوي چې په دې برخه کې تر اوسه مرسته نهده ورسره شوې او د اوبو کافي سرچينې هم په واک کې نهدي ورکول شوي.
ځمکهوال او د زراعت کارپوه ایوب رفيقي وايي چې، په افغانستان کې په بشپړ ډول د کوکنارو منع کول او دوديزو کښتونو ته د بزګرو بېرته ستنېدل د بهرنیانو د پروژو له لارې امکان نهلري، بلکې دا کار د افغان حکومت اوږدمهاله مالي او اقتصادي پروګرام ته اړتیا لري.
نوموړي وويل: "زموږ زراعتي نظام ړنګ شوی دی، موږ نهشو کولای چې په اوسني وضعیت کې خپل عنعنوی کښت ته بېرته ورستانه شو، دا کار ډېره لویه بودجه او پراخ سياسي مناسبات غواړي. هغه وخت چې د افغانستان له حکومت سره نړۍ همغږې وه دا کار يې و نه شوای کولای، نو اوس به يې څنګه وکړي؟"
موږ نهشو کولای چې په اوسني وضعیت کې خپل عنعنوی کښت ته بېرته ورستانه شو
له نشه يې موادو سره د مبارزې څېړونکی (ډيويډ منسفيلډ) په افغانستان کې د بديل کښت پروګرام بې ثباته او د ځمکهوالو او بزګرو په زیان بولي.
ده د خپلو ټويټونو په لړۍ کې تازه ليکلي، د افغانستان زعفران پر خپل وخت بازار ته نه رسېدل او نړیوال بازار ته د بزګرو نه لاسرسی د دې سبب شوی چې، زعفران د کوکنارو پر ځای مناسب بديل و نه اوسي.
دغه ډول د افغانستان انجه او خوږهوله يوازې يو بهرنی بازار لري چې هغه د هندوستان هېواد دی، خو اوس هندوستان خپله هم د انجې کښت ته مخه کړې ده.
انجه پخوا یو وحشي او دښتي بوټی و او له یوه جريب ځمکې څخه به (۲۸) کيلوګرامه انجه ترلاسه کيده، خو اوس په افغانستان کې بزګرو انجه اهلي کړې او له يوه جريب ځمکې څخه تر دوو سوو کيلو ګرامو پورې انجه ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده چې په نړیوال بازار کې یو کيلوګرام انجه درې زره افغانۍ بیه لري.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا