د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

کارپوهان: د ملګرو ملتونو د فعالیت بندېدل به د اعتیاد پر برخه ناوړه اغېزې ولري


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځينه کارکوونکو پر کار تر بنديز وروسته، اوس دا سازمان په دې اړه فکر کوي چې د دې محدودیت له دوام سره سره په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او که يې ودروي؟

له دې بنسټونو څخه یوه هم د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره ده چې دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له څلوېښتو فعالو مرکزونو څخه د (۲۴) مرکزونو مالي او تخنيکي امکانات برابروي.

دا وضعیت به په افغانستان کې د اعتیاد په برخه کې یو بل پر شاتګ وي."
ډاکټر ارشاد منصور

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې د دې ادارې نقش ډېر مهم بولي او زياتوي چې، د دې ادارې د فعالیتونو بندېدل به ناوړه پايلې ولري.

ډاکټر منصور وايي: "د ملګرو ملتونو د (UNODC) ادارې د افغانستان د معتادینو د درملنې د بېلابېلو پروګرامونو مالي او تخنيکي ملاتړ کړی دی، د مسلکي اشخاصو په روزنه کې يې کافي مرسته کړې ده، د نشه يي بوټو، نشه يي موادو د توليد، قاچاقو او استعمال په برخه کې يې څېړنه کړې ده او د دې څېړنو لپاره يې مالي امکانات برابر کړي دي. که په افغانستان کې د دې ادارې فعالیتونه بندېږي او بديل يې هم نه وي، دا وضعیت به په افغانستان کې د اعتیاد په برخه کې یو بل پر شاتګ وي."

د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف
د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف

په داسې حال کې چې له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهیسې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې بهرنۍ مرستې بندې شوي دي، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې وکولای شول چې، د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې یا (UNDP) په ملاتړ او جاپان په مالي مرسته تر لس زره ډېرو بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.

دا مرستې داسې مهال کېږي چې، د طالبانو حکومت له يوه کال راهیسې نه‌دی توانېدلی چې، په افغانستان کې بزګرو ته د بديل کښت په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ډاکټر فرید بزګر له څو کالو راهيسې له نشه يي موادو سره مبارزه کوي، دی وايي که پر افغانانو د اوسني وضعیت رواني فشار نور هم ډېر شي او د دې تر څنګ که له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې فعالیتونه لږ شي، نو د معتادینو شمېر به هم ورسره ډېر شي.

"له بده مرغه چې د معتادینو د درملنې ټول مرکزونه پر خپلو پښو نه‌دي ولاړ
بزګر

ښاغلی بزګر وايي: "له بده مرغه چې د معتادینو د درملنې ټول مرکزونه پر خپلو پښو نه‌دي ولاړ او په دې وروستیو وختونو کې د ځينو مرکزونو لګښت (UNODC) ورکوي، که اوسني چارواکي پر خپله پرېکړه له سره غور و نه‌کړي، دا کار به د معتادینو د مرکزونو د کارکوونکو د معاشونو په ګډون، مسلکي اشخاصو پر روزنه او ټولو برخو ناوړې اغېزې وکړي، ښکاره خبره ده چې په اوسنیو شرایطو کې پر افغانانو رواني فشارونه خپل اخيري حد ته رسېدلي دي، د اعتیاد نویو پېښو ته ډېره زمينه مساعده ده، که د ملګرو ملتونو مرستې لږ او يا په بشپړ ډول بندې شي، د معتادینو د درملنې پر پروګرام په سلو کې سل اغېز کولای شي."

اوس مهال د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) په اداري برخه کې د ښځو د فعالیت تر څنګ، د دې سازمان لسګونه ښځې په کليوالي سيمو کې کورنیو، په تېره بیا معتادو مېرمنو ته مشورې ورکوي.

د دې ښځو له جملې څخه ځينې يې له بزګرو سره د بديل کښت د ترويج په برخه کې هم په همکارۍ بوختې دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG