د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ملګري ملتونه: د معتادینو پر وړاندې له شرم او تبعیض څخه لاس واخلئ


ارشیف: په شبرغان کې په نشه يي توکو اخته کسان
ارشیف: په شبرغان کې په نشه يي توکو اخته کسان

ملګري ملتونه سږ کال له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله ورځ په دې شعار یادوي چې "د معتادینو پر وړاندې له شرم او تبعیض څخه لاس واخلئ!."

شل کاله کېږي چې طاهر د نشه یي موادو معتاد دی، ده پخوا په ایران کې ټوکران خرڅول، کله چې افغانستان ته راستون شو ګټلي پیسې يې پر نشه يي موادو ولګولې او دی تش لاس پاته شو چې په دې ډول د خپلې کورنۍ د اوږو بار شو.

طاهر وایي، چې د اعتیاد له امله يې لومړی په ټولنه کې اعتبار بايلود او وروسته يې د کورنۍ غړي په خپلوۍ شرمېدل، يوازې شرم نه، بلکې د ده پر وړاندې د خلکو چلند هم بدلون وموند او اوس خلک ناوړه چلند ورسره کوي.

هغه وویل: "مخکې چې به په کور او کلي کې مړی وشو لومړی به د قبر کيندلو ته ورتلو او که به دا کار نه و د جنازې مراسمو ته به ورتلو، که جنازه به نه وه فاتحې ته به يې ورتلو، خو د اعتیاد په صورت کې زموږ څخه دا ټول مراسم پاته دي، غم او ښادي دواړه راڅخه پاته دي، ځکه چې معتاد ګوښه اوسېږي."

د سرطان د میاشتې پنځمه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ هر کال په نړۍ کې د نشه يي موادو د زيانونو په اړه د خلکو د پوهاوی لپاره یادېږي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیواله اداره سږکال دا ورځ په دې شعار سره یادوي چې "د معتاد پر وړاندې له شرم او تبعيض څخه لاس واخلئ."

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې څېړنې ښيي، چې په نړۍ کې د ميليونونو معتادینو څخه ډېری يې له تبعيضي چلند سره مخ دي.

دا اداره وايي چې په نړۍ کې ډېری معتادین په بدو نومونو سره یادېږي او دا کار د دې سبب شوی، چې معتادین د شرم احساس وکړي او په خپله خوښه درملنې ته حاضر نه شي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې متخصص ارواپوه تميم سنجاني وايي، چې په افغانستان کې خلک اوس هم د اعتیاد او معتادینو سره د مناسب چلند په اړه کافي معلومات نه لري.

سنجاني وویل: "زموږ په ټولنه کې د اعتیاد د ناروغۍ په اړه خلکو ته پوهاوی نه دی ورکول شوی، که یو معتاد ووینو، باید له هغه سره همکاري وکړو، یو د بل زغملو روحيه ولرو، هغه درملنې ته وهڅوو او د ناروغ په سترګه ورته وګورو، نه دا چې په سپکه سترګه ورته وګورو او یا يې وډبوو."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې تازه راپور ښيي، چې د نړۍ له هرو درېیو معتادینو څخه یوه يې ښځه ده او له هرو پنځو داخل بستر معتادینو څخه يوازې یو بستر ښځو ته ځانګړی شوی دی.

په کابل کې د ښځينه معتادینو د درملنې ۱۵۰ بستريز مرکز مشره ډاکتره ښایسته حکیم وايي، چې په افغانستان کې له ښځينه معتادینو سره ډېر تبعيضي چلند کېږي او د روغتيايي خدماتو اسانتیاوي هم چندان نه لري.

هغې وویل: "ډېری کورنۍ په خپل کور کې د معتاد، په تېره بیا ښځينه معتاد موجودیت نه مني، ښايي نارينه معتاد د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته بوزي او درملنه يې وکړي، خو په ښځينه معتادینو شرمېږي، هغه په کور کې ساتي او روغتيايي مرکز ته يې نه بیايي چې دا کار په خپله سټيګما او معتاد ته په سپکه سترګه کتل دي."

موږ وغوښتل چې د اعتیاد په برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو او معتادینو د روغتيايي خدماتو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو د عامې روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د معتادینو د درملنې پنځوس سلنه روغتيايي مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله وتړل شول او دا مهال د معتادینو د درملنې لږ مرکزونه داخل بستر خدمات لري.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG